"افغان طالبانو له عمران خان سره هم ولیدل"

طالب پلاوي نن په اسلام اباد کې د پاکستان له لومړي وزیر عمران خان سره لیدلي، چې په دغه لیدنه کې د پوځ لوی درستیز جنرال قمر جاوېد باجوه هم ګډون درلود.

د لومړي وزیر دفتر بي بي سي سره خبرو کې دا لیدنه تایید کړې ده.

د طالبانو یاد پلاوی به د اکتوبر تر شپږمې نېټې په اسلام اباد کې وي.

د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر شاه محمد قریشي هیله من دی چې د افغان طالبانو او امریکا ترمنځ د سولې ځنډېدلې خبرې به بېرته ژر پیل شي.

نوموړي په اسلام اباد کې د پنجشنبې په ورځ د طالبانو د قطر د مشر ملا عبد الغني برادر په مشرۍ پلاوي سره لیدنه کې دا هیله ښکاره کړه.

د پاکستان بهرنیو چارو وزارت اعلامیه کې راغلي: "ښاغلي شاه محمود قریشي هیله وښوده چې د طالبانو او امریکا ترمنځ ځنډېدلې خبرې ژر پیل شي."

د قریشي سره دې لیدنه کې د پاکستان استخباراتي ادارې مشر او نور لوړپوړي چارواکي هم وو.

ویل کېږي طالب پلاوی به د پاکستان له لومړي وزیر عمران خان سره به هم وویني.

د طالبانو او امریکا ترمنځ د نهم پړاو له خبرو وروسته هیله وه چې نژدې راتلونکي کې دواړه یو تړون لاسلیک کړي.

خو کابل کې د موټر بم چاودنې له امله د یوه امریکايي په ګډون د ۱۲ افغانانو وژل کېدو پسې د امریکا ولسمشر ډونلډ ټرمپ دا خبرې وځنډولې او وروسته یې مړې اعلان کړې.

خو د افغان سولې لپاره د امریکا ځانګړی استازی لا هم په خپله دنده دی او پاکستان ته د زلمي خلیلزاد له سفر سره هممهال طالب پلاوی هم رسېدلی دی.

پاکستان کې ازاد خبریال طاهر خان د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت اعلامیې ته په اشاره بي بي سي ته وویل:

"ښاغلی قریشي ډاډمن دي چې د طالبانو او امریکا ترمنځ د سولې خبرې بیا پیل شي. بل دا چې طالبانو او پاکستان داړو د دې پروسې پر پیلېدو ټینګار هم کړیاو دریم دا راغلي چې پاکستان دې برخه کې همکاري کوي".

د خلیلزاد او طالب پلاوي د لیدنې امکان

طاهر خان زیاتوي، امکان شته چې طالب پلاوی او زلمی خلیلزاد په مرۍ یا دوربن کې سره وویني:

"قطر کې د طالبانو ویاند سهیل شاهین هم د چارشنبې په ورځ رسنیو ته ویلي و چې دوی سره که خلیلزاد ګوري دوی هم لیدلو ته تیار دي".

نوموړی وایي، پاکستان ته د دواړو خواوو په یو وخت تګ هم دا امکان زیاتوي چې دا پلاوي خپلو کې سره وویني.

هغه وايي، په دنده د خلیلزاد پاتېدل، له عمران خان سره نیویارک کې د خلیلزاد لیدل، په یو وخت پاکستان ته د طالبانو او امریکايي پلاوي راتګ دا ټول دا ښيي چې د افغان سولې خبرې به بیا پیل شي:

"طالبان وايي درې څلور ورځې به د دوی ۱۱ کسیز پلاوی پاکستان کې وي، د زلمي خلیلزاد په هکله هم ویل کېږي چې تر درې څلور ورځو به پاکستان کې وي، نو دا هرڅه خپلو کې تړاو لري".

له طالبانو د پاکستان غوښتنې

نوموړی وايي، له طالبانو یې دا اورېدلي چې پاکستان هم له دوی غوښتي چې تاوتریخوالي کم کړي، اوربند وکړي او بیا له افغان حکومت سره خبرې وکړي:

"دا پیغام پاکستان ته ور کړی، بل د خبرو درېدو سره طالبانو خپلو کې هم خبرې کړې او هم یې له هغو لورو مشورې اخیستې چې له دوی سره خواخوږي لري".

د نوموړي په خبره، دې ټولو ته په کتو له مختلفو اړخونو فشار شته نو وبه کتل شي چې طالبان د اسلام اباد لیدنو کې نرمي ښيي که نه او طالبان به هم دا لیدل غواړي چې د امریکا پالیسي کې هم نرمښت شته که نه.