امریکا: یوازې کمېسون د افغان ټاکنو پایلې اعلانولی شي

د بهرنیو چارو وزارت کې د سوېلي اسیا لپاره د امریکا مشرې الیس وېلز له ټاکنیزو ادارو هیله کړې چې د شکایتونو څېړلو او د مهالوېش له مخې د پایلو د تنظیمولو په ګډون به د ټاکنو د باورمنتیا لپاره ټول اړین ګامونه پورته کوي.

هغې خپل بیان کې ویلي، چې دا هرڅه افغان رایه ور کوونکو او نړیوالې ټولنې ته د ټاکنو کره توب او روڼتیا خورا مهمه ده.

د هغې په خبره، افغان ادارو کې یوازې د ټاکنو خپلواک کمېسون پایلې اعلانولی شي.

نوماندان او ملاتړي یې باید خپلو اټکلونو سره د ټاکنو پایلو په هکله وړاندوینه ونه کړي. افغان ولس د روڼتیا او حساب ور کولو هیله لري.

د امریکايي چارواکو دا څرګندونې له هغه وروسته دي چې د ټاکنو نوماند او اجراییه ریس عبدالله عبدالله وړمه ورځ وویل، ټاکنو کې دوی مخکې دي او راتلونکی حکومت به جوړوي.

همدا راز د ولسمشر غني په مشرۍ د دولت جوړوونکي ټیم لومړي مرستیال امرالله صاحل هم ویلي وو چې ډېرې رایې دوی ګټلې دي.

ټاکلې وه د رایو شمېر لپاره دغه کمېسیون کې مرکز پرون (سه شنبه) کار پیل کړي، خو لا هم د دې مرکز کار نه دی پیل شوی.

کابل کې د امریکا سفیر جان بس هم په دې تړاو اندېښنه ښودلې او یوه ټوېټ کې یې لیکلي دي:

"په دې تړاو چې دا مرکز به کله پرانیستل کېږي، د افغان ټاکنو په هکله اندېښنې پیدا شوې دي."

"افغانانو او کورنیو څارونکو ته مهمه ده چې په دې تړاو د ټاکنو خپلواک کمېسیون وضاحت وکړي."

د ټاکنو په اړه د ۳ نوماندانو څرګندونې

د چارشنبې په ورځ د تېرو ولسمشرۍ ټاکنو له ۱۳ نوماندانو درېیو یې د ټاکنو په اړه څرګندونې کړې دي.

فرامرز تمنا د ټاکنو پر خپلواک کمېسیون غږ کړی چې د روانې اونۍ تر پایه د ټاکنو لومړنۍ پایلې اعلان کړي. د کمېسیون د مهال وېش له مخې، لومړنۍ پایلې باید د روانې اکتوبر میاشتې پر ۱۹مه اعلان شي.

ښاغلي تمنا زیاتوي، دا چې په ټاکنو کې د خلکو ګډون "کمرنګه" و، نو ټاکنیز کمېسیون د لومړنیو پایلو ژر اعلانولو توان لري.

ولسمشرۍ ته بل نوماند ګلبدین حکمتیار د رایو اچولو له ورځې راپدېخوا په لومړنۍ خبري غونډه کې ویلي، د ټاکنو بهیر "شفاف نه" و.

ښاغلي حکمتیار خبریالانو ته وویل، پر رایو اچولو نفوذ ډېر و او نوماندانو د رایو ورکولو په اړه ډېرو جزییاتو ته لاسرسی نه درلود.

په ورته وخت کې د ولسمشرۍ یوه بل کانديد لطیف پدرام خبریالانو ته ویلي، پر ټاکنیز بهیر د امریکایانو نفوذ و.

افغان ولسمشرۍ ټاکنې د تېرې سپټمبر میاشتې پر ۲۸ وشوې، چې د ټاکنو کمېسیون د اټکل له مخې تر دوه نیم میلیون کسانو پکې رایه وکاروله.

دا کمېسون وايي، چې تر دریو اونیو به د دې ټاکنو پایلې اعلان شي.