تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
افغان ولسمشرۍ ټاکنې: تر دې دمه زرګونه شکایتونه ثبت شوي
د افغانستان د ټاکنو د شکایتونو کمېسیون اعلان وکړ چې تر اوسه د ټاکنو په اړه ۲۲۷۵ شکایتونه یې ثبت کړي دي.
د دغه کمېسیون کمېشنر قطب الدین رویدار وویل، دا شمېرې وروستۍ نه دي او خلک کولی شي د دوشنبې مازدیګر ۵ بجو پورې خپل شکایتونه ثبت کړي.
ددغه کمېسیون په وینا، ډېری دغه شکایتونه بېلابېل ډولونه لري، او له تخنیکي ستونزو یا په لېستونو او بایومټرېک وسیله کې د رایه ورکوونکو د نومونو نشتوالي په اړه دي.
کمېسیون همدا راز ویلي، که شکایتونه تر ۴۸ نورو ساعتونو لپاره ثبت شي نو څېړنه به یې ۱۵ ورځې وخت په بر کې ونیسي.
تېره ورځ، د ولسمشرۍ ټاکنو یوه نوماند ګلبدین حکمتیار بي بي سي ته وویل، ۱۳۹۸ ولسمشریزو ټاکنو څو ستونزې لرلې، دوه دولتي ټیمونه پکې ښکېل وو، چې په وینا یې له حکومتي امکاناتو یې ګټه اخیستې ده.
نوموړي دا ادعا هم وکړه که د رایو شمېرلو بهیر په دفت او منصفانه ډول ترسره شي، نو دده په ټکو دی قطعي ګټونکی دی.
ولسمشرۍ ته یوه بل نوماند رحمت الله نبیل هم له یوه خصوصي تلوېزیون سره په مرکه کې ویلي، دا ځل ټاکنو کې د خلکو ګډون کم رنګه و، چې په وینا یې اصلي لامل یې د طالبانو له خوا په ټاکنو کې خلکو ته ګواښ او د سیمه ییزو زورواکانو مداخله یادېدلی شي:
"په ټاکنیزو درغلیو کې د دولتي او سیمه ییزو زورواکانو مداخلې هم د خلکو ګډون کم کړی و. په ځینو ټاکنیزو مرکزونو کې ځینو ټاکنیزو ډلو درغلۍ کړې دي، چې په اړه به یې اسناد او ثبوتونه د شکایتونو اورېدو له کمېسیون سره شریک کړو".
د ټاکنو خپلواک کمېسیون د څه باندې دوه نیمو زرو مرکزونو د رایو ورکوونکو اټکلیز شمېر یو میلیون او څه کم ۵۲ زره اعلان کړ چې دا ځل د تېرو ټاکنو پرتله د رایو ورکوونکو شمېر کم ښکارېده.
تېره ورځ ناوخته ولسمشر محمد اشرف غني په یوه تلوېزیوني وینا کې وویل، که کوم نوماند په ټاکنو کې د درغلۍ په اړه شکایت لري، نو له قانوني لارو چارو دې خپل شکایت له اړونده ادارو سره ثبت کړي چې څېړنه یې وشي.