تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
غني: د افغان وژنې پړه پر هغوی ده چې اوربند نه کوي
ولسمشر محمد اشرف غني د ټولو هغو وژنو پړه پر طالبانو واچوله چې د افغانستان په کورني کړکېچ کې له یوې یا بلې خوا پېښېږي. ښاغلي غني وویل، جګړه ځکه نه درېږي او وینې ځکه بهېږي چې طالبانو اوربند ته غاړه کېنښوده.
هغه په یوه ویډیویي پیغام کې چې د سولې د نړیوالې ورځې په نمانځنه خپور شوی ویلي: "که طالبان سوله وکړي، موږ یوه شېبه هم د جګړې دوام نه غواړو او یو ځل بیا وایم چې د ټولو قتلونو او وینې تویېدنو ګناه د هغه چا پر غاړه ده چې سوله او اوربند نه مني".
د اوربند مساله، د امریکا د ولسمشر ډونلډ ټرمپ په وروستيو څرګندونو کې هم ځلول شوې ده. هغه ویلي له طالبانو سره د کتنې لېواله و، خو هغه مهال ترې تېر شو چې دغې ډلې اوربند و نه مانه.
طالبانو بیا بیا ویلي چې تر هغو له بهرنیانو سره خبره یوې خواته شوې نه وي، پر اوربند خبرې نه شي کېدای.
د هغوی یوه مشر مرکچي شېرمحمد عباس ستانکزي بي بي سي ته په یوه وروستۍ مرکه کې اما وویل چې له امریکا سره د تړون په لومړیو شېبو کې له هغوی سره اوربند ټینګېږي، خو له افغانانو سره به په دې اړه په خپلمنځي ناسته کې خبرې او هوکړه کېږي.
ولسمشر غني دغه ډول دریځ د خپلو "مخالفانو بدمرغه نیتونه" بولي او ټینګار کوي چې له هغو سره سره افغانستان د امنیت، ثبات او پرمختګ پر لار ښه وړاندې تللی او سولې ته تر پخوا ډېر نژدې شوی دی.
دا خبرې پر داسې مهال راځي چې له طالبانو سره د امریکا د سولې هوکړه لیک پخپله د ولسمشر او حکومت له کلکو نیوه کو سره مخامخ او په پای کې د واشنګټن له خوا وځنډول شو. د کابل له نظره، طالبانو اوربند ته له ژمنتیا پرته له بهرنیانو سره هوکړه کوله، په داسې حال کې چې هیڅ ډول سوله بې اوربنده ټینګېدلی نه شي.
ښاغلي غني، سولې ته د خپلې ژمنتیا یوه نښه د ځانګړي وزرات جوړول وبلل چې له تېرې غوایي میاشتې راهیسې تش د سولې چارې سمبالوي.
دا پیغام، د افغانستان تر ولسمشریزو ټاکنو ټیک یوه اوونۍ مخکې خپور شوی، چې ځینو ته یې د سولې په پار ځنډول یا لغوه کول اړین برېښېدل.
ولسمشر غني چې پخپله هم نوماند دی، وویل: ټاکنې هرومرو کېدل غواړي، ځکه چې د هغه په باور سوله ځیرتیا، مېړانه او غوره تکل غواړي.
په همدې ترڅ کې، د سولې چارو کې د دولت وزرات هغه تورونه رد کړي چې ګنې حکومت له طالبانو سره نژدې شوې سولې ته هرکلی ونه وایه.
وزیر عبدالسلام رحیمي وویل، حکومت د لویې جرګې په خوله له هابلې خوا سره د کېناستو تکل وښود، خو په وینا یې له هغې خوا د "تکبر بوی" راغی.
ښاغلی رحیمي چې د ولسمشر جګپوړی سلاکار هم دی، د سولې د نړیوالې ورځې یادغونډه کې غږېده.
طالبانو په هر ډول خبرو کې د بندیانو پر برخلیک خبرې په اساسي شرطونو کې بللي دي. ښاغلي رحیمي په دې تړاو وویل چې د بندیانو برخه کې کار روان دی، دوسیې یې کتل کېږي، هغوی د نورو ګامونو له پاره په ډلو ویشل کېږي.
کابل یو شمېر دغه بندیان د لویې جرګې په غوښتنه په تېر کوچني اختر کې پرېښودل، خو طالبان وایي په دې برخه کې لا ډېر څه کول په کار دي.
د واشنګټن او طالبانو ترمنځ خبرې تر نهو پړاوونو او ۳۵ اوونیو وروسته، د یوې هوکړې په جوړېدو بشپړې شوې چې تش لاسلیکېدل یې پاته و. خو دغه بهیر ولسمشر ټرمپ ظاهراً په کابل کې د طالبانو په یوه ځانمرګي برید کې د خپل یوه پوځي د وژنې په پلمه ودراوه.
سره له دې چې دونالد ټرمپ له طالبانو سره خبرې "مړې شوې" بللي، خو په دې وروستیو کې له دواړو لوریو نه د هغو د بیا پیل نښې برسېره شوې دي.