ولسمشر غني: افغان سولې لپاره دې نړیواله او سیمه ییزه ټلواله جوړه شي

افغان ولسمشر غني ویلي چې د افغانستان د سولې د هڅو د پاشل کېدو د ګواښ مخنیوي لپاره باید یوه سیمه ییزه او نړیواله ټلواله جوړه شي.

د شانګهای د همکارۍ ټولنې سرمشریزې ته وینا کې هغه وویل چې له دې لارې به د سولې هڅې سره همغږې شي او د خبرو اترو لپاره به یو ټولمنلی چوکاټ جوړ شي.

محمد اشرف غني وویل د سولې لپاره یوه پراخه اډانه به ښې پایلې ولري.

ښاغلي غني ویلي چې د افغان کړکېچ د سیاسي اواري لپاره د امریکا پر ژمنتیا او هلو ځلو باور لري، خو په وینا که په دې اړه سیمه ییزه همغږي نه وي، د سولې په خبرو کې به بری وخت نیونکی وي.

د ښاغلي غني په وینا ترهګریزې شبکې د ټولې سیمې په زیان دي او له همدې امله یې پروړاندې یو موټی کېدل اړین دي.

نوموړي په دې غونډه کې له هغو مشرانو مننه وکړه چې د افغان شخړې پر سوله ییز حل یې ټینګار کړی دی.

هغه وویل له شانګهای ټولنې سره د افغانانو په مشرۍ او د افغانانو په واک کې سولې لپاره ګډ کار ته سترګې په لار دی.

ولسمشر وویل په افغانستان کې سولې ته د رسېدو لپاره اړتیا ده چې سیمه ییزه اجماع رامنځ ته شي او ددې اجماع په رڼا کې د طالبانو له ملاتړو سره ددغې ډلې د تړاو چاره وکړي.

ښاغلي غني وویل د نړیوالې ټلوالې دنده به دا وي چې له افغان حکومت سره په ګډه د سولې د خبرو لپاره یوه تګلاره او پلان چمتو کړي.

"یوه پراخه اډانه به په لږ وخت کې چټک عمل ته لار هواره کړه. نړیواله تجربه ښيي چې د اوږدې مودې شخړو سوله ییز حل ګاونډیو هېوادو ته ډېره اقتصادي ګټه لري. نو موږ د یوې کاري ډلې رامنځ ته کولو وړاندیز کوو."

د ښاغلي غني په وینا دا ډله به له شانګهای سره د سیمه ییز اتصال او د بېوځلۍ مخنوي لپاره پروژو او پرګرامونو ته پراختیا ورکړي.

د سیمې او نړۍ په کچه د سولې ټلوالې رامنځ ته کولو وړاندیز داسې مهال کیږی چې د امریکايي چارواکو په وینا د افغان سولې بهیر یو نوي پړاو ته تلونکی دی او تمه ده په نژدې راتلونکې کې د افغان سولې لپاره د امریکا استازی زلمی خلیلزاد په قطر کې له طالب استازو سره د سولې د خبرو اوم پړاو پیل کړي.