تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
امریکا: په خبرو د افغان کړکېچ اوارول زموږ لومړیتوب دی
د امریکا د بهرنیو چارو وزارت مرستیالې، الېس ویلز، د دغه هېواد کانګرس ته ویلي، چې د خبر اترو له لارې د افغان کړکېچ اوارول، په سیمه کې د واشنګټن د تګلارې لومړیتوب دی. هغې دا څرګندونې د استازو جرګې یوې کمېټې ته کړې.
الېس ویلز مخکې له دې چې جرګه ګۍ غونډه جوړه شي، یوه لیکلې اعلامیه یې د جرګه ګۍ غړو ته لېګلې وه چې پکې مهم ټکی دا و چې د سیاسي جوړجاړي له لارې د افغانستان د جګړې ختمول په سیمه کې د امریکا تر ټولو مهمه تګلاره او لومړیتوب دی.
د امریکا کانګرس او بهرنیو چارو وزارت په دې هم کار کوي چې افغانستان بیا د نړۍ او په ځانګړې توګه د امریکا لپاره خطر جوړ نه شي او دا هېواد ورو ورو په خپلو پښو ودریږي.
د بهرنیو چارو وزارت مرستیالې په دې ټینګار وکړ چې که د افغانستان جګړه ختمه شي یا امریکا له افغانستان وځي، بیا هم امریکا غواړي چې له افغانستان سره ښې اړیکې ولري. د دې په وینا له افغانستان سره د امریکا ملکي مرستې او د بیارغونې کومکونه به بیا هم تر یوه حده دوام وکړي.
خو نوموړې زیاته کړې چې له افغانستان سره د امریکا مرستې د سپین چک په معنا نه دي، بلکې د هغې په خبره باید حساب او کتاب معلوم وي او افغان حکومت باید لازم سمونونه راولي.
خو نوموړې وايي اوس د امریکا پام په دې دی چې څنګه افغانستان کې جګړه ختمه شي او د سیاسي جوړجاړي یوه لاره رامنځ ته شي.
نوموړې همداراز د پاکستان په اړه ویلي چې د امریکا او د دې هېواد اړیکې بېرته نورمال حالت ته تلل دې پورې تړلې چې اسلام اباد د افغان سولې په بهیر کې څومره همکاري کوي.
نوموړې زیاته کړې پاکستان ترکومه حده د اورپکو ډلو پرضد داسې ګامونه اخلي چې دوی بیا سر راپورته نه کړي.
اغلې ویلز ویلي، امریکا غواړي نور له پاکستان سره د تجارت له لارې اړیکې پراخې کړي، نه د کومکونو یا نقدو پیسو له لارې.
د امریکا د بهرنیو چارو وزارت مرستیالې هند ته په اشاره ویلي، دغه هېواد باید د لږکیو پرضد اخیستل شوي ګامونه وغندي.
په وروستیو کې هند کې پرمسلمانونو بریدونه شوي چې ولې ګواکې د غويي غوښه خوري.
نوموړې ویلي امریکا غواړي هندي چارواکي دغه کړنې وغندي او مخنیوی یې وکړي.