تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
امریکايي مور: د پنځو ماشومانو پر قاتل مېړه مې رحم وکړئ
د پنځه ماشومانو امریکايي مور د خپل هغه مېړه لپاره د محکمې له چارواکو د زړه سوي غوښتنه کړې چې خپل پنځه ماشومان یې وژلي دي.
امبر کایزر کارولینا ایالت کې یوې محکمې ته ویلي چې مېړه یې ټېم جانز که څه هم په خپلو ماشومانو هېڅ رحم نه دی کړی، خو وايي بچو یې له هغه سره مینه درلوده.
دغه ۳۷ کلن د مې په میاشت کې له یو تر اته کلونو ماشومانو د وژلو په تور محاکمه شوی و اوس ورته د مرګ سزا یا عمر قید اورول سزا اورول کېدای شي. نوموړي خپل ماشومان د ۲۰۱۶ د اګست په ۲۸ وژلي و.
ویل کیږي محکمې پتیلې چې هغه ته د اعدام سزا واوروي.
کایرز محکمې ته ویلي: "ما اورېدل چې زما په ماشومانو څه تېرېدل او هغوی څه زغمل. که ما شخصا کوای شوای دده مخ به مې څېرلی و."
خو هغه وايي د اعدام سزا اورولو سره مخالفه ده. نوموړې زیاتوي سره له دې چې یوه وخت یې غوښتل چې محکمه یې پخوانی مېړه کباب کړي خو وايي اوس پرې زړه سوی کوي او نه غواړي چې هغه ته د مرګ سزا وټاکل شي.
"هغې زما په بچو هېڅ زړه نه دی سوی، خو هغوی ورسره مینه درلوده او زه د خپلو ماشومانو په استازیتوب خبرې کوم نه د خپل ځان لخوا. ځکه دا غواړم."
خو نوموړي وايي بیا هم د محکمې پریکړې ته احترام کوي.
مدافع وکیلانو له نوموړې غوښتي چې په دې اړه شواهد وړاندې کړي.
دې جوړې په ۲۰۰۴ کال کې سره ملاقات وکړ او څو اونۍ وروسته واده شول او هغه مهال دواړو د ماشومانو د ساعت تېرۍ په پارک کې دنده کوله.
خو هغې د می په میاشت کې شاهدي ورکړه چې ددوی ژوند له واده وروسته سخت شوی و او مېړه یې په یو سخت دریځه کس بدل شوی و.
نهه کاله وروسته دوی له یو بل جلا شول نوموړې د خپلو ماشومانو لګښت او نورې چارې په خپل مېړه واچولې، ځکه چې هغه د اتیا زره ډالرو عاید کلنۍ دنده لرله.
کایرز ویلي هره شنبه به یې په رستوران کې خپلو بچو سره لیده کاته کېده.
جانز خپل یو زوی هغه مهال وژلی چې هغه یې د برېښنا ساکټ سره د لوبو پرمهال لیدلی دی.
وروسته یې څلور نور هم وژلي، په پلاستیک کې یې اچولي او بیا یې ټول جسدونه خپل ګاډي کې ځای پرځای کړي.
نهه ورځې یې په ګاډي هاخوا دیخوا ګرځولي چې بلاخره د سړک پرغاړه د پولیسو په تلاشۍ کې یو پولیس د جانز په موټر کې د مړي بوی حس کړی دی.
جانز د لیونتوب په دلیل ځان بې ګناه بللی. د هغه مدافعینو ویلي چې نوموړی په یو ډول عصبي ناروغۍ اخته دی.