"افغان ځواکونو د وردوج ولسوالۍ له طالبانو بېرته نيولې"

افغانستان

د عکس سرچینه، Getty Images

د عکس تشریح، په تېرو پنځو کلونو کې وردوج بدخشان کې د طالبانو پر یوه مهم مرکز بدل اوښتې ولسوالي وه.

د افغانستان دفاع وزارت وايي، افغان امنيتي ځواکونو د بدخشان ولایت وردوج ولسوالي له طالبانو بېرته نیولې ده. طالبانو دا خبر دروغ بللی. وردوج له تېرو پنځو کلونو راهیسې د طالبانو په لاس کې وه.

په تېرو پنځو کلونو کې وردوج بدخشان کې د طالبانو پر یوه مهم مرکز بدل اوښتې ولسوالي وه.

د شنبې په ورځ (وږی ۱۶مه) دفاع وزارت په یوه خبرپاڼه کې ویلي، د وردوج ولسوالۍ د نیولو عملیاتو کې د بدخشان لپاره د طالبانو د نومول شوي والي قاري فصیح الدین او لسو نورو مهمو قومندانانو په ګډون شاوخوا ۱۰۰ طالب جنګیالي وژل شوي او لسګونه نور ټپیان دي.

دفاع وزارت ادعا کوي چې په دې عملیاتو کې افغان امنیتي ځواکونو ته هېڅ کومه مرګژوبله نه ده اوښتې.

د وردوج ولسوالۍ محمد عمران د بي بي سي خبریال قربانعلي ته تایید کړې چې امنیتي ځواکونو دا ولسوالۍ نیولې.

د سیمې خلک هم وايي چې امنیتي ځواکونو د افغانستان ملي بیرغ په رپولو سره ددې ولسوالۍ د نیولو اعلان وکړ.

وسله والو طالبانو بیا دا رد کړې چې ګنې دا ولسوالۍ ددوی له لاسه وتلې ده.

د افغانستان شمال ختیځ کې بدخشان وروستیو کې له ناامنیه ولایتونو ګڼل کېږي
د عکس تشریح، د افغانستان شمال ختیځ کې بدخشان وروستیو کې له ناامنیه ولایتونو ګڼل کېږي

په وروستیو کلونو کې د افغانستان شمال ختیځ بدخشان ولایت د طالبانو او نورو ډلو له خوا د بریدونو شاهد و.

د وردوج ولسوالۍ د بدخشان ولایت یوه ستراتیژیکه سیمه ده. دا ولسوالۍ د ۱۳۹۴ کال په مني کې د طالبانو له لوري سقوط شوه چې په دې موده څو ځلې افغان امنیتي ځواکونو ددې ولسوالۍ د نیولو لپاره هڅه کړې وه.

افغانستان په دې وروستیو ورځو کې د تاوتریخوالي او بریدونو شاهد و.