حکمتیار: د بهرنیانو په شتون کې رښتینې سوله نشي راتلی

د عکس سرچینه، Getty Images
د افغانستان راتلونکو ولسمشریزو ټاکنو ته نوماند او د اسلامي ګوند مشر ګلبدین حکمتیار وایي، تر هغې چې بهرني پوځیان په افغانستان کې مېشت وي، ګرانه ده چې دې هېواد ته بشپړه او رښتینې سوله راشي. ښاغلي حکمتیار د خپل ټاکنیز کمپاین په ترڅ کې نن د یکشنبه د بدخشان مرکز فیض اباد کې غونډه وکړه.
د سولې او اسلامي عدالت ټاکنیزې ډلې مشر ګلبدین حکمتیار د خپلو پلویانو یوې غونډې ته په خبرو کې افغانستان یو ځل بیا اشغال شوی هېواد وباله.
ښاغلی حکمتیار په داسې حال کې دا څرګندونې کوي چې په دوحه کې د امریکایي پلاوي او د افغان طالبانو د استازو ترمنځ د سولې د خبرو نهم پړاو نن یکشنبه له کومې هوکړې پرته پای ته ورسېد.
ښاغلي حکمتیار فیض اباد کې پرته له دې چې د چا نوم واخلي، ځینې نوماندان تورن کړل چې د خپل واک ساتلو په پار د اوسني وضعیت د دوام لپاره هڅه کوي.
د افغانستان د اسلامي ګوند مشر د سولې لپاره بین الافغاني خبرې اړینې وبللې او له خپلو پلویانو یې وغوښتل چې راتلونکو ټاکنو کې هغه نوماند ته رایه ورکړي چې د یوه اسلامي دولت جوړېدو ته ژمن وي.
د افغانستان راتلونکو ولسمشریزو ټاکنو لپاره ټاکنیز کمپاینونه څه باندې یوه میاشت وړاندې پیل شوي او د تلې یا میزان په درېیمه، یعنی د ټاکنو له ورځې ۴۸ ساعته مخکې پای ته رسیږي.

د عکس سرچینه، Getty Images
دا مهال ۱۷ نوماندان ولسمشریزو ټاکنو لپاره کمپاین کوي، چې پکې د ولسمشر محمد اشرف غني او د اجرائیه رئیس عبدالله عبدالله ډلې تر نورو ډېرې فعالې دي او لویې غونډې کوي.
د دې ټاکنو یو بل نوماند او د ملي امنیت پخواني سلاکار محمد حنیف اتمر د ځینو لاملونو له کبله د اوس لپاره خپل کمپاین ځنډولی او مالومه نه ده چې په ټاکنو کې به برخه اخلي او که نه.
دې ټاکنو لپاره د ښاغلي اتمر نومول شوی لومړی مرستیال محمد محقق وار د مخه له ده نه جلا شوی او د ښاغلي عبدالله د کمپاین ملاتړ یې اعلان کړی دی.
یو بل نوماند زلمی رسول هم له خپلې نوماندۍ تېر شوی او د ولسمشر محمد اشرف غني د ملاتړ اعلان یې کړی.
د افغانستان د ولسمشرۍ ټاکنې به د روانې سپتمبر میاشتې پر ۲۸مه نېټه کېږي.
د ټاکنو خپلواک کمیسیون وایي، د بایومېټرک الو په مرسته به دا ځل دوی وکړای شي چې د ټاکنو پر ورځ لومړنۍ پایلې مالومې کړي.









