تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
په تېرو ۱۰۰ کلونو کې د افغان سینما وضعیت
- Author, نجما ځلا
- دنده, بي بي سي - کابل
افغانستان کې لومړنۍ سینما یا د فلم نندارې نژدې یوه پېړۍ پوره کېږي خو د فلم تولید صنعت بیا نیمه پېړۍ مخینه لري.
پغمان، نژدې یوه پېړۍ وړاندې لومړی ځل د شاهي کورنۍ او د کابینې غړو ته د خوځنده انځورونو د نندارې کوربه و.
انځورونه د هغه پروجکټور کې وښوودل شول چې شاه امان الله خان په کال ۱۹۲۸ د خپل واک په وروستیو کې له اروپايي سفره راوړی و.
کلونه وروسته په کابل کې لومړنۍ معیاري سینما د بهزاد په نوم د محمد ظاهر شاه واکمنۍ پر مهال جوړه شوه چې اوس په ویجاړ حالت کې ده.
ورپسې په کابل او یوشمېر ولایتونو کې هم د سینما ډېر نور سالونونه ورغول شول.
د مېرمنو لپاره هم پلازمېنه کابل کې د زینب نندارې په نوم ځانګړې سینما پرانیستل شوه. تر ډېره هندي او نور بهرني فلمونه په دغو سینماګانو کې نندارې ته وړاندې کېدل.
۵۱ کاله وړاندې د افغان فلم بنسټ کېښودل شو، چې ورسره په افغانستان کې د فلم تولید چارې پيل شوې، خو د ظاهر شاه او ورپسې د داوود خان واکمنۍ پرمهال د ګوتو په شمار څو افغان فلمونه جوړ شول.
د سینما لوبغاړی ممنون مقصودي وايي:
"د کابل په زړه کې یې د افغان فلم بنسټ کېښود، دلته نه یوازې یوه سینما، بلکې د پروسس یوه ډېره ښه څانګه، ارشیف او د هنرمندانو لپاره ځای جوړ شو، نه یوازې تور او سپین بلکې رنګه فلمونه به هم جوړېدل."
د غوایي اومې کودتا سره افغان سینما ډېره وده وکړه او زیات شمېر فلمونه جوړ شول، چې د هغه وخت ځینو اوچتو فلمونو بیلابیلو فیسټیوالونو او نندارو ته یې لار ومونده.
پخواني شوروي اتحاد د سینمايي زدهکړو لپاره افغان لوبغاړو ته بورسونه برابر کړل.
هغه مهال د فلم جوړوونکو په وړاندې یوازینۍ ستونزه د سانسور وه.
د کونډې زوی مشهور سریال د هغه وخت تولید دی. مرکزي کرکټر یې شاد ګل (ممنون مقصودي) په افغانه ټولنه کې متل شو:
"دا نو د نجیب د واکمنۍ وروستۍ ورځې وې، شپږ ویشت یا اوه ویشت کاله مخکې، خدای بښلي منان ملګري ما ته د فلم سناریو ولیکله، نورو لیکوالو ددې سناریو په عملي کولو کې هم ښه رول درلود."
د کورنیو جګړو او مجاهدینو واکمنۍ پرمهال افغان سینما د زوال پر لور روانه شوه.
د سینما لوبغاړی ولي تلاش وايي: "کله چې مجاهدین واک ته ورسېدل، له عسکري کلوپه یې پر موږ راکټونه راویشتل او خلک یې ارام ژوند ته نه پرېښودل، خو موږ د عروج په نوم په هماغو شرایطو کې یو فلم جوړ کړ."
طالبانو نه یوازې سینمايي فعالیتونو ته اجازه نه ورکوله، په لاس ورغلي فلمونه یې هم وسوځول.
له هغې را وروسته په تېرو اتلسو کلونو کې هم افغان سینما هغسې چې تمه وه، نه وغوړېده او نه وځلېده، سینماګران یې لامل د دولت نه پام بولي.
په وروستیو کلونو کې افغان سینماګرانو په شخصي بڼه دوه درې داسې اوچت فلمونه هم جوړ کړي چې په نړیوالو فیستیوالونو کې یې لویې جایزې وګتلې.
خو د فلم جوړولو اصلي او دولتي دستګاه یا افغان فلم په تېرو اتلسو کلونو کې لا هم ونه خوځېده او هېڅ یو د پام وړ تولید یې نه دی درلودلی.
لږه موده کېږي چې صحرا کریمي د ازادې سیالۍ له لارې د افغان فلم مشره ټاکل شوې.
اغلې کریمي وايي غواړي افغان فلم بېرته د هغه اصلي کار یا د فلمونو تولید ته جوګه کړي:
"غواړم افغان فلم بېرته فعال شي او د دولت پر یوې اغېزناکې ادارې بدل شي. فلمونه تولید کړو او نندارې ته یې وړاندې کړو او د دې خاورې کیسې باید خلکو ته ورسوو. همدا مو هدف دی."
خو د سینما او فلم صنعت غوړېدو ته دا هیلې په داسې مهال دي چې اوس خلک د پخوا په څېر سینما ته د تللو کلتور نه پالي او دغه دود ته په ښه سترګه نه کتل کېږي.
په هېواد کې له لسګونو شته سینماګانو یوازې دوه یې په کابل کې فعالې دي. نورې ټولې یا ورانې شوې او یا په سوداګریزو مارکیټونو، زېرمو، کنفرانس خونو، جومات او سالونونو بدلې شوې دي.
د ډېرو په باور په افغانستان کې ځینو دودونو سخت دریځي سینما ودې ته نه ده پریښې.