طالبانو په مزار ښار کې مخابراتي شبکې بندې کړې دي

افغانستان

په مزارشریف ښار کې د شنبې ‌ماښام مهال د لومړي ځل لپاره مخابراتي شبکې د طالبانو د ګواښونو له امله وتړل شوې. د بلخ امنیه قومندان اجمل فایز بي بي سي ته وویل، مخابراتي شبکو بې له دې چې پولیسو سره خپلې اندېښنې شریکې کړي، خپل فعالیتونه بند کړي دي.

د مخابراتي شبکو یو مسوول چې نه یې غوښتل نوم یې واخیستل شي بي بي سي ته وویل چې وسله والو طالبانو په چاربولک ولسوالۍ کې د دوی دوه مخابراتي سایټونه وسوځول او وروسته یې خبرداری ورکړ چې مزار شریف ښار کې باید فعالیتونه د شپې له خوا بند شي.

د ده په وینا که چېرته د طالبانو خبره ونه منل شي نو دغه ډله به یې د مخابراتي شبکو انتونو ته اور ورته کړي او په راتلونکي کې به هم د شپې لخوا شبکې بندې اووسي.

د مخابراتو د تنظیم اداره یا اترا وایي، دا مهال په ټول هېواد کې ۱۵ ولایتونه داسې دي چې د شپې له خوا په کې د وسله والو مخالفانو د ګواښونو له کبله مخابراتې فعالیتونه بند وي.

په تېره یوه نیمه لسیزه کې دا لومړی ځل دی چې مزار شریف ښار کې ټولو مخابراتي شبکو د طالبانو د خبرداري له امله فعالیت درولی و.

د دې ښار یو شمېر اوسېدونکي او سوداګر وايي د مخابراتي شبکو بندېدل د خلکو او د مزار په څېر یو مهم سوداګریز ښار لپاره چې په میلیونو ډالرو پانګونه پکې شوې د خطر زنګ دی.

د بلخ امنیه قومندان اجمل فایز بي بي سي ته وویل مخابراتي شبکو دغه کار په خپل سر او بې له دې چې پولیسو ته احوال ورکړي، کړی دی.

مزار

د عکس سرچینه، AFP/Getty Images

د بلخ والي دفتر په خپله فیسبوک پاڼه کې لیکلي چې مخابراتي شبکې نه باید د یوه نامعلوم پیغام له کبله خپل فعالیتونه بند کړي. چارواکي وایي، که چېرته دا موضوع همداسې دوام پیدا کړي له دغو شبکو سره به قانوني چلند وکړي.

له تېرو دوه کلونو راهیسې په شمال کې له فاریاب څخه نیولې تر بدخشانه پورې د شپې لخوا مخابراتي شبکې بندې دي.

په اکثرو ولایتونو کې امنیتي ځواکونو د سیمکارتونو له لارې طالبان تعقیبوي، همدا دلیل دی چې دوی د شپې له خوا شبکو ته د فعالیت اجازه نه ورکوي.