ورځپاڼې: داعش ډله د کونړ ځنګلونو له قاچاقه پيسې ګټي

کونړ

د عکس سرچینه، Getty Images

د عکس تشریح، فارن پالیس د لرګیو د یوه کاروباري له قوله لیکلي مخکې یې طالبانو ته پيسې ورکولې او اوس یې داعش ډلې ته ورکوي.

فارن پالیسي مجلې د کونړ د ځنګلونو په اړه یو مطلب خپور کړی او لیکي دغه ولایت کې د لرګیو قاچاق د داعش ډلې لپاره د عاید یوه مهمه سرچینه ده.

مجله لیکي داعش ډلې خپل مرکز په یوه ځنګلي سیمه کې جوړ کړی چېرته چې د لرګیو کاروبار دی. دا ځای وړاندې د طالبانو په لاس کې و خو اوس داعش ولکه کړی او له دې ځایه ډیر مالي عاید لري.

د کونړ د امنیه قوماندانۍ مرستیال فارن پالیسي ته ویلي له ترهګرۍ وروسته د لرګیو قاچاق د دې ولایت لویه ستونزده.

فارن پالیسي د لرګیو د یوه کاروباري له قوله لیکلي مخکې یې طالبانو ته پيسې ورکولې او اوس یې داعش ډلې ته ورکوي.

د کونړ د کرنې رئیس ویلي د لرګیو په قاچاق کې دولتي چارواکي هم لاس لري، هغه د پولیس یادونه کړې چې له دې لارې پيسې تر لاسه کوي.

امریکایۍ ورځپاڼې په افغانستان او پاکستان کې د ماشومانو ګوزڼ ضد واکسین په تړاو یو مطلب خپور کړی او لیکي په دې سیمه کې دا ویروس ډېر زیات خپور شوی.

ورځپاڼه لیکي په نړۍ کې د ماشومانو د ګوزڼ ویروس له منځه وړلو ۳۱ کاله وخت ونیو او ۱۶ ملیارده ډالر پرې ولګول شول، خو په پاکستان کې د ماشومانو فلج مثبتو تازه ثبت شویو پېښو وښودله چې دا هڅې له خطر سره مخامخ دي.

دا ځکه چې سږ کال د روانې جولای میاشتې تر لسمې نېټې په پاکستان کې د ګوزڼ ۴۲ مثبتې پیښې ثبت شوې، تېر کال دا شمیر په پاکستان کې دولس او په ۲۰۱۷ کال کې بیا اته ثبت شوی و.

ورځپاڼه لیکي له دې ډلې ۳۲ پيښې په قبایل میشتو سیمو کې ثبت شوې چېرته چې خلک د دواړو هېوادونو ترمنځ ازاد تګ راتګ کوي.

او بله د اندیښنې وړ خبره داده چې اوس د ګرمۍ موسم دی او په دې موسم کې د ماشومانو د ګوزڼ ویروس ښه وده کوي.

ګوزڼ

د عکس سرچینه، Getty Images

د عکس تشریح، د چین په سینکیانګ کې هم چې له افغانستان او پاکستان سره ګډه پوله لري د ناپاکو اوبو په یوه ویاله کې د ماشومانو فلج ویروس موندل شوی

ورځپاڼه لیکي په پاکستان کې هره ورځ شل زره ماشومان نړۍ ته سترګې پرانیزي او په داسې ښارونو کې چې ناپاکې اوبه یې په سرلوڅو ویالو کې روانې وي نو کېدای شي دا واکسین د د دې ویروس د له منځه وړل لپاره ناشونې وي.

د چین په سینکیانګ کې هم چې له افغانستان او پاکستان سره ګډه پوله لري د ناپاکو اوبو په یوه ویاله کې د ماشومانو ګوزڼ ویروس موندل شوی خو هلته د فلج مثبته پېښه نه ده ثبت شوې.

په همدې تړاو پاکستانۍ ورځپاڼې ایکسپریس ټربیون لیکلي ځینې کورنۍ د ماشومانو ګوتې رنګوي چې وښیي د ګوزڼ ضد واکسین ورکړل شوی، خو ورځپاڼه زیاتوي دا چاره ډېره خطرناکه ده او په پاکستان کې د دې ناروغۍ د لا ډیرې خورېدو کې مرسته کولی شي.

ورځپاڼه لیکي د اندیښنې خبره دا ده چې د ګوزڼ ویروس د پاکستان په بیلابیلو برخو کې موندل شوی او دا په دې معنی ده چې د واکسین په کمپاینونو کې ډېر لویه خلا موجوده ده، ځکه په کار ده چې د واکسین کمپاین د پاکستان په ټولو سیمو کې ترسره شي.