داعش کونړ کې پر امنیتي پوستو برید کړی

د عکس سرچینه، Reuters
د افغانستان ختیځ کونړ ولایت سیمه ییز چارواکي وايي، د "اسلامي دولت" (داعش) نومې ډلې اورپکو پر امنیتي پوستو بریدونه کړي، چې لږترلږه درې پولیس او ۱۵ داعش اورپکي پکې وژل شوي دي.
د کونړ د والي ویاند عبدالغني مصمم بي بي سي ته وویل، داعش جنګیالیو د یکشنبې په ګهیځ (جدي/مرغومي ۱۷م) په څوکۍ سیمه کې پر امنيتي پوستو بریدونه کړي.
د نوموړي په وینا، په نښته کې دواړو خواوو ته مرګ ژوبله اوښتې.
په ورته وخت کې د کونړ د روغتون چارواکو ویلي، دوی ته د امنیتي کسانو ۳ مړي او ۱۲ ټپيان وروړل شوي، چې ځینې ټپیان د کونړ د امنیه قومندان ساتونکي دي.
ویل کېږي چې په نښته کې له چاودېدونکو توکو ډک موټر هم د امنیه قومندان پرضد کارول شوی خو هغه ته کوم زیان نه دی اوښتی.
د کونړ د والي ویاند زیاتوي، دا په کونړ کې د داعش لومړی برید دی.
د ښاغلي مصمم په وینا، دا برید په سیمه کې له داعش سره د خلکو د مخالفت له کبله شوی دی.
دی وايي، خلک د یوه دولتي مامور تر وژل کېدا وروسته د داعش پرضد راپورته شول.
ښاغلی مصمم وايي، نښته د یکشنبې ورځې تر مازدیګر پورې دوام وکړ.
داعش ډلې په ورڅېرمه ننګرهار ولایت کې هم فعالیت درلود.








