امریکا او طالبان: د دوحې اوم پړاو خبرو کې 'مهم پرمختګ' شوی

د عکس سرچینه، Getty Images
د افغانستان سولې لپاره د امریکا ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد ویلي، د خبرو په اوسني پړاو کې د بل هر وخت پرتله ډېر پرمختګ شوی دی.
ښاغلي خلیلزاد په یوه ټویټر پیغام کې ویلي، د تېرو شپږو ورځو خبرو کې د سولې هوکړې پر ټولو څلورو اړخونو، له ترهګرۍ سره مبارزه، د بهرنیو پوځیانو وتل، په بین الافغاني خبرو کې ګډون او د تل پاتې هر اړخیز اوربند په ګډون موضوعاتو کې خورا پام وړ پرمختګ شوی دی.
نوموړی زیاتوي، 'د بین الافغاني خبرو په خاطر د امریکايي استازو او طالبانو تر منځ خبرې دوې ورځې ځنډېدلې، ' خو په وینا یې 'یوې هوکړې ته د رسېدو په هدف لا هم ډېر کار پاتې دي او د همدې لپاره به د جولای پر نهمه نېټه دغه خبرې پیل شي. '
پر همدې مهال د افغانستان د سولې لپاره د امریکا ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد او افغان ولسمشر محمد اشرف غني تر دې مهاله د رامنځته شویو بحثونو او پرمختګونو په اړه نن ټیلیفوني خبرې کړې دي.
دې لیکنه کې له social media راخیستل شوي مواد شته. له ښودلو وړاندې یې ستاسې اجازه پکار ده، ځکه ښایيکوکیز یا بله تکنالوژي پکې کارول شوې وي. کولی شئ له اجازې مخکې د social media site پالیسي ولولئ. د دې لپاره غوښتنه ومنئ او مخکې لاړ شئ
د پوسټ X پای, 1
په قطر کې د افغانستان د روانې جګړې ختمولو لپاره خبرې او کوښښونه روان دي. د طالبانو او امریکايي استازو تر منځ د خبرو تر څنګ د بین الافغاني خبرو په اړه غونډه سبا جوړیږي.
د طالبانو او نورو افغانانو تر منځ د دې غونډې لپاره درې پنځوس کسیز پلاوی له کابله دوحې ته ورسېد. دوی به د طالبانو له مذاکراتي ډلې له غړو سره د یکشنبې او دوشنبې پر ورځو خبرې کوي.
د کابل پلاوي کې اوسني او پخواني چارواکي، سیاستوال او د پارلمان غړي، د سولې د عالي شورا غړي او د مدني ټولنې استازي هم شامل دي.
دې لیکنه کې له social media راخیستل شوي مواد شته. له ښودلو وړاندې یې ستاسې اجازه پکار ده، ځکه ښایيکوکیز یا بله تکنالوژي پکې کارول شوې وي. کولی شئ له اجازې مخکې د social media site پالیسي ولولئ. د دې لپاره غوښتنه ومنئ او مخکې لاړ شئ
د پوسټ X پای, 2
خو له پخواني توافق سره سم دا ټول کسان په شخصي توګه بلل شوي دي. ویل کېږي د طالبانو ټینګار دا هم و چې جګپوړي حکومتي چارواکي به دې پلاوي کې نه وي. په ورته مهال د امریکايي استازو او طالبانو تر منځ خبرې تر پرونۍ رخصتۍ وروسته نن بیا پیل شوې.
په قطر کې د طالبانو ویاند سهیل شاهین هم له امریکاييانو سره د خبرو د پرمختګ په اړه پر ټویټر خپل رضایت ښودلی .
دې لیکنه کې له social media راخیستل شوي مواد شته. له ښودلو وړاندې یې ستاسې اجازه پکار ده، ځکه ښایيکوکیز یا بله تکنالوژي پکې کارول شوې وي. کولی شئ له اجازې مخکې د social media site پالیسي ولولئ. د دې لپاره غوښتنه ومنئ او مخکې لاړ شئ
د پوسټ X پای, 3
خو سبا او بل سبا به د افغانانو خپلمنځي خبرو له کبله له امریکایانو سره خبرې ځنډېدلې وي. ټاکل شوې چې امریکایان او طالبان به د سې شنبې پر ورځ خپلې خبرې بیا پیلوي.
بل لور ته په قطر کې د طالبانو استازو بي بي سي ته ویلي، قطر کې د بین الافغاني خبرو پلاوي کې د افغانستان د سولې په چارو کې د دولت د وزیر عبدالسلام رحیمي له حضور سره طالبانو مخالفت ښودلی.
دا غونډه د جرمني او قطر په کوربتوب دوحه کې د دوو ورځو لپاره جوړېږي.
د بي بي سي حسیب عمار، چې قطر کې د امریکا او طالبانو ترمنځ د خبرو پوښښ ته تللی، وايي طالبانو ورته ویلي، په پام کې ده چې ښاغلی رحیمي هم په بین الافغاني خبرو کې ګډون وکړي، خو د بین الافغاني خبرو لپاره د طالبانو یو شرط دا و چې د افغان حکومت هېڅ کوم لوړپوړی چارواکی به پکې ګډون نه کوي.

د عکس سرچینه، AFP/GETTY IMAGES
ښاغلی رحیمي په وروستیو ورځو کې د ولسمشر محمد اشرف غني له خوا د سولې په چارو کې د دولت د وزیر په توګه وګومارل شو.
له کابله پلاوی دوحې ته روان شو
د جرمني او قطر په منځګړتوب د افغانانو د خپلمنځي خبرو لپاره د شنبې په ورځ درې پنځوس کسیز پلاوی له کابل دوحې ته روان شو. ویل کېږي دا کسان د قطر له خوا ځانګړې استول شوې الوتکه کې لاړل.
د کابل پلاوي کې د طالبانو پخوانیو چارواکو په ګډون د افغان سولې شورا غړي، اوسني او پخواني حکومتي چارواکي او د مدني ټولنو استازي برخه لري.
د افغانانو خپلمنځيو خبرو کې گډون لپاره شاو خوا شپېته کسانو ته بلنه ورکړل شوې. د گډونوالو نوملړ د جرمني او قطر له لوري جوړ او تر ډېره پټ ساتل شوى.

د عکس سرچینه، @DrOmarZakhilwal
ځينو رسنيو کې خپاره شوي رپوټونه وايي کوربنو له گډونوالو غوښتي چې په دې تړاو ډېر جزييات نه ډاگیزوي.
دا به لومړى ځل وي سولې سره په تړلو ناستو کې د افغان حکومت استازي له طالبانو سره په يوه ميز کيني، خو دا د افغان حکومت او طالبانو د استازو د مامخ ناستې په مانا نه ده.
گډونوال په انفرادي ډول بلل شوي او د هېڅ غاړې استازيتوب نه کوي خو طالبانو بي بي سي سره په خبرو کې ويلي چې د دوى پلاوى به د طالبانو په استازيتوب غونډه کې ناست وي.
له بلې خوا ټاکلې ده چې د امريکايانو او طالبانو ترمنځ پرافغان سوله خبرې نن دوحه کې له سره پيل شي، چې پرون د جمعې ورځې له کبله ځنډول شوې وې.
دې لیکنه کې له social media راخیستل شوي مواد شته. له ښودلو وړاندې یې ستاسې اجازه پکار ده، ځکه ښایيکوکیز یا بله تکنالوژي پکې کارول شوې وي. کولی شئ له اجازې مخکې د social media site پالیسي ولولئ. د دې لپاره غوښتنه ومنئ او مخکې لاړ شئ
د پوسټ X پای, 4
طالبان وايي که خبرې وغځېدې او بلې ناستې ته اړتيا پېدا شوه نو د افغانانو له خپلمنځي خبرو به وروسته جوړېږي.
دوحه کې د افغانانو خپلمنځۍ ناستې ته غبرگونونه بېلابېل دي ځينې وايي ډېره تمه ترې ځکه نشي کېداى چې حکومت چارواکي په دغه غونډه کې د حکومت استازيتوب نه کوي.
خو د چارو ځينې نور څارونکي بيا وايي د افغانستان سياسي اوضاع ته په پام سره دا چې دغه راز ناسته جوړېږي په خپله يو برى دى او کېداى شي وروسته سولې لپاره مهمو خبرو اترو ته لار پرانيځي.
که څه هم د افغانانو د خپلمنځۍ خبرو اجنډا افغان پلاوى ټاکى خو داسې برېښي چې د نورو مسايلو ترڅنگ د اوربند موضوع د اجنډا په سر کې وي.
دې لیکنه کې له social media راخیستل شوي مواد شته. له ښودلو وړاندې یې ستاسې اجازه پکار ده، ځکه ښایيکوکیز یا بله تکنالوژي پکې کارول شوې وي. کولی شئ له اجازې مخکې د social media site پالیسي ولولئ. د دې لپاره غوښتنه ومنئ او مخکې لاړ شئ
د پوسټ X پای, 5
د طالبانو او امريکايي پلاوي ترمنځ د اووم پړاو د تېرو شپږ ورځو خبرې ، ترډېره له افغانستانه د امريکايي ځواکونو د وتلو پرمهالويش ، د ترهگرۍ په موخه د افغان خاورې پر نه کارونې ، بين الافغاني ناستې او اوربند ټولې وي.
دوړاو لورو خبرو کې د پرمختگ خبره کړې ، خو داسې ښکاري چې پر ځينو مسالو اختلافونه ددې سبب شوي چې خبرې دې دومره وغځېږي .










