د افغان خپلمنځي ناستې ګډون کوونکي: لومړی به له طالبانو سره د خبرو اجنډا ټاکو

د عکس سرچینه، Social Media
د جرمني او قطر په نوښت د افغانانو د خپلمنځي ناستې ځینې ګډونوال وايي، له طالبانو سره لومړنۍ لیدنه کې د خبرو اجنډا ټاکي.
تمه ده چې قطر ته له افغانستان څخه تلونکي کسان کابل کې هم پر اجنډا وغږېږی.
ټاکلې ده د افغانانو دا خپلمنځي ناسته دا ځل د جرمني او قطر په کوربتوب راتلونکې یکشنبه دوحه کې پیل شي.
له افغانستانه تلونکي پلاوي کې د حکومت او سولې شورا ځینې غړي هم شته، خو ویل کېږي چې ټول ګډونوال په فردی ډول بلل شوي دي.
تمه ده چې دا ځل د افغانانو د خپلمنځي خبرو پایله چې د طالبانو او له کابله د بانفوذه او سیاسي افغان څېرو ترمنځ جوړېږي په دې متفاوته وي چې دا ناسته د دې ډلې او امریکا د اووم پړاو خبرو په ختمېدو پسې تر ځنډ پرته جوړېږي.

د عکس سرچینه، QATAR OFFICIAL SOURCES
د دې غونډې ځینې ګډونوالو بي بي سي ته وویل، تمه لري چې اوربند او تلپاتې سوله راوستل به د دې ناستې اجنډا وي.
پاکستان کې پخوانی افغان سفیر او د دې غونډې یو ګډونوال عمر زاخېلوال د دې خبرو پایلو ته هیله من دی.
ویل کېږي قطر کې د افغانانو خپلمنځي ناسته کې د حکومتي چارواکو، د سولې عالي شورا غړو، د مدنی ټولني فعالانو او مېرمنو په ګډون ۶۴ کسان ګډون کوي.
د افغان سولې شورا مرستیال سیف الرحمان سلیف وايي، دې غونډې ته ټول ګډوانول په شخصي ډول بلل شوي، خو هڅه کوي چې له طالبانو سره یوه نظر ته ورسېږي.
دا ځل له طالبانو سره د افغانانو خپلمنځي ناسته کې د ښځو ګډون ډېر لیدل کېږي، یوې سرچینې له نومپرته بي بي سي ته وویل، چې فوزیه کوفي، فرخنده زهرا نادري، شهرزاد اکبر، صفیه صدیقي، ماري اکرمي او معصومه مظفري دې ناستې ته بلل شوې مېرمنې دي.
له بلې خوا د سولې او ازادۍ لپاره د مېرمنو نړیوال غوځنګ په نوم د یوې نړیوالې ادارې د افغانستان څانګې کابل کې خبري غونډې ته وویل چې باحجابه مېرمنې د افغان ټولنې لویه برخه جوړوي او دوی د سولې ټینګولو کې مهم رول لرلی شي.
د افغان مبارزو مېرمنو ګوند یوې غړې تورپېکۍ د دې مېرمنو د پرېکړه لیک ویلو کې وویل چې د باحجابه ښځو رول باید سوله کې له پامه ونه غورځول شي.
دا ځل جرمني او قطر د طالبانو په ګډون د افغانانو د خپلمنځي غونډې کوربتوب کوي.
د دې غونډې درشل کې دا دواړه هېوادونه یوه اعلامیه کې وایي، افغانستان یوه دوه لارې کې ولاړ دی، ځکه د سولې ټینګولو لپاره له دې فرصت ګټه اخیستل ډېر مهم دي.
دې اعلامیه کې ټینګار شوی چې یوازې افغانان د خپل برخلیک ټاکلو واک لري او د دوی مخامخ خبرې دا چانس برابروي.








