افغانستان د نړۍ تر ټولو نا امنه هېواد وبلل شو

افغانستان په تازه لېست کې له سوریې مخکې شوی او د نړۍ تر ټولو ناامنه هېواد بلل شوی دی

د عکس سرچینه، Anadolu Agency/Getty Images

د عکس تشریح، افغانستان په تازه لېست کې له سوریې مخکې شوی او د نړۍ تر ټولو ناامنه هېواد بلل شوی دی

په یوه تازه درجه بندۍ کې افغانستان له سوریې مخکې شوی او د نړۍ تر ټولو نا امنه هېواد بلل شوی دی. دغه درجه بندي د سولې او اقتصاد انسټیټیوټ له لورې خپره شوې ده چې مرکز یې د اسټرالیا په سډني کې دی.

دغې ادرارې د پروسږ کال په درجه بندۍ کې سوریه د نړۍ تر ټولو نا امنه هېواد بللی و. د افغانستان او سوریې تر څنګ سویلي سوډان، یمن او عراق هم هغه یادونه دي چې د نوې درجه بندۍ په سر کې یې نومونه یاد شوي دي.

د دغې درجه بندۍ په لېست کې بیا ایسلنډ، نیوزیلنډ، پرتګال، اتریش او ډنمارک د نړۍ تر ټولو امن هېوادونه بلل شوي دي.

ایران ته د ۱۶۳ هېوادونو په دغه نوملړ کې ۱۳۹ ځای ورکړل شوی دی او د افغانستان نور ګاونډي هېوادونه لکه تاجکستان ۱۰۵، قرغیزستان ۹۵، ازبکستان ۱۰۲ او ترکمنستان ۱۱۵ ځای لري.

سویلي سودان، یمن او عراق په دغه لېست کې د افغانستان په څنګ کې ځای کې لري

د عکس سرچینه، Getty Images

د عکس تشریح، سویلي سودان، یمن او عراق په دغه لېست کې د افغانستان په څنګ کې ځای کې لري

څېړنه کې ویل شوي، تېرو پنځو کلونو کې لومړی ځل په اوسط ډول نړۍ کې امنیت یو څه ښه شوی دی.

د څېړونکو په وینا د هېوادونو په کچه د امنیت ښه کېدو نسبي کچه صفر اعشاریه نهه وه، چې دا لومړی ځل و او پر همدې بنسټ په لېست کې ۸۶ هېوادونه داسې یاد شوي چې د امنیت حالت پکې ښه شوی دی او له دې په کم شمېر یانې ۷۶ هېوادونه داسې یاد شوي چې د امنیت حالت پکې د مخکې پرتله خراب شوی.

په نړیواله کچه د ځینو کړکېچونو کمېدل د امنیت ښه کېدو لاملونه بلل شوي دي، چې د څېړونکو په خبره له کبله یې د مړینې کچه لږ شوې ده.

خو څېړونکي وايي، له دې پرمختګ سره هم د یوې لیسیزې پخوا پرتله نړۍ ډېره نا امنه ده.

افغانستان

د عکس سرچینه، Anadolu Agency/Getty Images

څېړونکي وايي، تېرو لسو کلونو کې یوازې د دریو تېرو کلونو پرتله د امنیت حالت ښه شوی دی. دغه راز د یوې لسیزې پخوا پرتله اوس د امنیت حالت ناوړه کېدو له ډېرو لاملونو د ترهګریزو فعالیتونو ډېرېدل، په منځني ختیځ کې د کړکېچونو پراختیا، په ختیځه اروپا، شمال ختیځه اسیا کې کې د سیمه ییز تاوتریخوالي ډېرېدل، د کډوالو شمېر زیاتېدل او امریکا او اروپا کې د سیاسي کړکیچونو ډېرېدو یادونه شوې ده.