فراه کې یوه کس د خپلې کورنۍ ۱۰ غړي وژلي

د فراه د ولایتي شورا غړي داد الله قانع بي بي سي ته ویلي چې د فراه د خاک سفید په سرکاریز سیمه کې یوه کس د خپلې کورنۍ لس غړي او یو ګاونډی وژلي دي.
دده په خبره پېښه تېره ورځ (غبرګولي ۱۹) یولس بجې هغه مهال رامنځ ته شوې چې دغه کس د کورني تاوتریخوالي او لفظي شخړې وروسته د خپلې کورنۍ د غړو، خپلوانو او ګاونډیانو په ګډون ۱۱ کسان وژلي او څوارلس نور یې ټپیان کړي دي.
ښاغلی قانع وايي، خاک سفید ولسوالۍ کې شوې چې د طالبانو په واک کې ده.
د ده د معلوماتو له مخې دغه کس چې ویل کیږی 'ملا امام' دی د طالبانو له لوري نیول شوی دی.
هغه بي بي سي ته وویل په دغه پښه کې ماشومان، ښځې او سپن ږیري وژل شوي دي.
د فراه د والي ویاند غلام فاروق بارکزی هم دغه پېښه تایدوي او وايي چې د کورني تاوتریخوالي له امله دغه پېښه را منځته شوې او په پاېله کې یې ۱۱ کسان وژل شوي او څلور ټپیان دي.

د عکس سرچینه، Getty Images
بلخوا د فراه ولایت په خاک سفید ولسوالۍ کې يو ډاکټر چې نه يې غوښتل نوم يې واخيستل شي بي بي سي ته وویل، دغه کس شاوخوا شپېته کاله عمر لري.
دغه ډاکټر وايي چې نوموړي په وروستیو کې یوه بله مېرمن وکړه او خپله دولس کلنه لور یې په بدل کې د خسر کورنۍ ته ورکړه چې په پاېله کې د دواړو خواوو تر منځ جنجالونه شوي.
دی وايي، تر لفظي شخړې وروسته دغه کس د یوه ګاونډي په ګډون د خپلې کورنۍ لس غړی وژني او وروسته طالبانو له لوري نیول کېږي.
طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.









