هرات: د نورو ولایتونو وګړي او د کرايي کورونو ستونزه
د افغانستان په لويو ښارونو کې تر بل هر کله اوس د نورو سيمو د خلکو گڼه گوڼه ډېره ده. نا امنۍ او د ژوند د بنسټيزو اسانتياو نشتوالى د دې لامل شوى چې لويو ښارونو ته خلک ورمات شي.
له همدې امله په دې ښارونو کې د نورو ستونزو تر څنگ د کرايي کورونو موندل هم گران شوي دي.
په لوېدېځ ښار هرات کې اوس د کرایی کورونو اتیا سلنه غوښتونکي د نورو ولایتونو اوسیدونکي دي ځايي خلک وايي دې منځ کې اوس دوی په اسانه کورونه نه شي موندلی.
محمد قاضي زاده پرې رپوټ راکوي