داعش ډلې کابل کې د نننیو دریو چاودنو مسوولیت ومانه

چاودنه

د عکس سرچینه، Social Media

د عکس تشریح، د پوهنتون د محصلینو په موټر چاودنه

په کابل ښار کې د دریو چاودنو مسولیت د داعش وسله والې ډلې منلی دی. د افغانستان د کورنیو چارو وزارت په خبره، لومړۍ چاودنه د میرویس میدان (کوټه سنګي) سیلو سیمه کې د ښوونې او روزنې (استاد برهان الدین رباني) پوهنتون د محصلینو په ګاډي شوې.

پېښه نن (غبرگولی ۱۲/جون ۲) سهار اوه نیمې بجې شوې.

په دې چاودنه کې یو کس وژل شوی او د یوه خبریال په ګډون لس کسان ټپیان شوي دي.

شل دقیقې وروسته په همدغه سیمه کې له وړاندې ځای پر ځای شویو چاودېدونکو ماینونو پرلپسې چاودنې شوې چې د کورنیو چارو وزارت په خبره ۷ کسان پکې ژوبل شوي دي.

ددې وزارت ویاند نصرت رحیمي وايي، په ټپي شویو کې پنځه امنیتي ځواکونه او دوه ملکیان شامل دي.

د روژې په میاشت کې خونړي بریدونه

کابل د روژې په میاشت کې د ګڼو بریدونو شاهد و. په دې میاشت کې شپږ بریدونه او چاودنې وشوې چې د ډېرو مسولیت یې طالبانو او د ځینو یې داعش ډلې منلی دی.

د غويي په ۱۸مه طالبانو کابل کې د کونټرپارټ په نوم یوې بهرنۍ موسسې برید وکړه چې نهه کسان پکې ووژل شول‎. په دې برید کې د ځانګړو ځواکونو یو سرتیری، د عامه ساتنې څلور پولیس، د کونټر پارټ یو ساتونکی او درې ملکیان ووژل شول.

په دې برید کې ۲۰ کسان ټپیان شول. د دغه برید مسولیت طالبانو ومانه.

د غويي (ثور) ۲۹: وسله والو طالبانود کابل ښار دوغ اباد سیمه کې د روژه ماتي پرمهال د پولیسو په یوه پوسته برید وکړ چې درې پولیس او دوه بریدګر پکې ووژل شول.

دوه وسله وال طالبان او درې پولیس ټپیان شو.

د غبرګولي (جوزا) ۳: د کابل نهمې حوزې اړوند التقوا جومات کې دننه چاودنه وشوه چې ددې جومات امام مولوي سمیع الله ریحان او یو بل کس ووژل شول.

په دې پېښه کې ۱۶ کسان ژوبل شوي. ددې پېښې مسولیت چا نه دی منلی.

کابل

د عکس سرچینه، Reuters

د عکس تشریح، د روژې په میاشت کې کابل د ګڼو خونړیو پېښو شاهد و

د غبرګولي ۶: کابل ښار کې د حج وزارت د کارکوونکو کاسټر ډوله ګاډي پورې تړل شوي مقناطیسي ماین چاودنې ددې وزارت د پنځه کارکوونکو په ګډون لس کسان ټپیان کړل.

د غبرګولي ۹: د کابل پنځمه حوزه کې د 'مارشال فهیم' نظامي پوهنتون په دروازه کې ځانمرګي برید لږ ترلږه شپږ کسان ووژل او ۱۶ نور ټپیان شول.

ددې پېښې مسولیت داعش نومې ډلې ومانه.

د غبرګولي ۱۰: د کابل نهمې حوزې اړوند یکه توت کې موټر بم چاودنې لږ ترلږه ۴ ملکیان ووژل شول او د څلور امریکايي سرتېرو په ګډون اوه کسان ووژل شول.

دا برید سهال اته نیمې بجې شاوخوا وشو. ددې پېښې مسولیت طالبانو ومانه.