تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
ولسمشرۍ نوماندان: غني باید د غبرګولي پر لومړۍ نېټه واک پرېږدي
د ولسمشرۍ نوماندانو شورا له افغان ولسمشر محمد اشرف غني وغوښتل چې د جوزا ( غبرګولي) په لومړۍ نیټه واک پریږدي او د هېواد چارې یوه چار سمبالي ته وسپاري.
دغه شورا، چې د راتلونکو ولسمشریزو ټاکنو له نوماندانو جوړه ده، یوه طرحه هم وړاندې کړه چې هغې کې ېې د حکومت د چارسمبالي د ټاکل کېدو څرنګوالی او اړوند نور مسائل وړاندیز کړي دي.
د ولسمشرۍ ۱۲ نوماندان چې د یوې شورا په چتر کې سره راټول شوي وایي، که محمد اشرف غني غواړي د غبرګولي له لومړۍ نیټې وروسته هم د دولت چارسمبالی پاته شي، نو باید د راتلونکو ټاکنو له نوماندۍ لاس په سر شي.
د نوماندانو شورا خبرداری ورکړ که ښاغلی غني خپله د دوی په ټکو د اساسي قانون خلاف کار ته دوام ورکړي، دوی به د یوې اجماع له مخې د دولت د سرپرست د ټاکلو تکل وکړي.
دوی وایي، له ګوندونو، نوماندانو، علماو اوملي شورا، د اساسي قانون پر پلتیا د څار او بشري حقونو کمیسیونونو ، مدني ټولنو او ښځو او حقوق پوهانو شبکو نه جوړه یوه اجماع به د دولت د سرپرست ټاکلو ته مټې راونغاړي.
د نوماندانو شورا وایي، همدغه اجماع به د دولت نوماند سرپرست ته رایه ورکوي او هر چا چې ډېره رایه واخیسته، د چارسمبالي په توګه به د دولت واک اخلي او لوړه به کوي.
دوی وایي، که د ولسمشرۍ کوم نوماند غواړي چې ځان د سرپرست حکومت څوکۍ ته نوماند کړي، باید ولسمشرۍ ټاکنو ته له نوماندۍ لاس په سر شي.
د ارګ ویاند هارون چخانسوري رسنیو ته په یوه استول شوي ویډیویي پيغام کې ویلي د سرپرست حکومت په اړه هر ډول جوړښت د اساسي قانون خلاف دی:
"د ۱۳۹۸ کال ولسمشریزو ټاکنو د ځینو نوماندانو خبرو ته په درناوي باید ووایم چې د اساسي قانون د تفسیر مرجع د افغانستان ستره محکمه ده، هېڅوک نه شي کولای په خپله خوښه اساسي قانون تفسیر کړي، د سرپرست حکومت په اړه هر ډول جوړښت د اساسي قانون او جمهوري نظام خلاف دی، د نوماندانو له خوا واندیز شوې طرحه هم د اساسي قانون خلاف ده."
د افغانستان د اساسي قانون په ۶۱ ماده کې راغلي چې د ولسمشر د واک موده د پنځم کاري کال د غبرګولي په لومړۍ نیټه له ټاکنو وروسته پای ته رسیږي. په دې ماده کې دا وضاحت نشته چې که ټاکنې ځنډیږي د ولسمشر برخه لیک به څه کیږي.
خو درې اونۍ وړاندې سترې محکمې پریکړه وکړه چې له مخې یې ولسمشرغني د راتلونکي ولسمشر تر ټاکل کېدو پورې په خپل ځای پاتې کیږي.
د ولسمشرۍ نوماندانو پخوا هم د سترې محکمې دغه حکم غندلی وه.
د ولسمشرۍ تېرې ټاکنې لانجمنې شوې او د ملي یووالي حکومت د ۱۳۹۳ کال د تلې په میاشت کې لوړه وکړه.
اوس راتلونکې ولسمشرۍ ټاکنې هم د تلې میاشتې شپږمې ته پلان شوي چې ورسره د ملي یووالي حکومت د لوړې هم پنځه کاله پوره کیږي.