تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
اتمر: سرپرست حکومت دې د ولسمشرۍ ټاکنې ترسره کړي
د افغانستان د ولسمشرۍ راتلونکو ټاکنو ته نوماند محمد حنیف اتمر ویلي، دا ټاکنې باید د یو سرپرست حکومت لخوا ترسره شي، ځکه د اوسني ولسمشر محمد اشرف غني د کاري مودې د پای، او د ټاکنو د نېټې ترمنځ د وخت واټن شته. ښاغلي اتمر دا څرګندونې دوشنبه کابل کې خبري ناسته کې وکړې.
ښاغلي اتمر خبریالانو ته وویل، دوی غواړي چې د ټاکنو په تړاو رښتینې مشوره وشي، او کاندیدان، سیاسي مشران او مدني ټولنه باید په دې بهیر کې ونډه ولري.
نوموړي پر حکومت تورې پورې کړ چې د ده د سیاسي ملاتړي او د ټاکنیز کمپاین غړي یې یا له دندو ګوښه کړي او یا یې هم استعفا ورکولو ته اړ ایستلي دي. ښآغلي اتمر دا هم وویل چې حکومت د خپلو سیاسي مخالفینو پر ضد پوځي ځواک کارولی دی.
هغه وویل چې حکومت ته یې په دې برخه کې د قانوني، تخنیکي او اداري اصلاحاتو یوه ټولګه وړاندې کړې ده، او غواړي له حکومته د دې اصلاحاتو په اړه ځواب واوري.
ښاغلي اتمر وویل، د ټاکنو په بهیر کې به هېڅ داسې یو اړخیز اصلاحات ونه مني چې د یوه کس یا یوه کاندید د شخصي ګټو په موخه رامنځته شوي وي.
خو د ولسمشر محمد اشرف غني ویاند هارون چخانسوري د حنیف اتمر ټولې ادعاوې رد کړې دي او ټینګار کوي چې د حکومت ټولې کړنې د قانون په چوکاټې دې ترسره شوې دي.
ښاغلي چخانسوري ویلي، هغه کسان چې له دندو ګوښه شوي په اصل کې یې کاردي موده پای ته رسېدلې وه او باید له دندو لېرې شوي وای.
حنیف اتمر د دوشنبې پر ورځ خبریالانو ته وویل، د ولسمشرۍ د راتلونکو ټاکنو ډېری کاندیدان هوکړې ته سره رسېدلي دي چې په دې ټاکنو کې به له حکومتي امکاناتو د ناوړه ګټې اخیستنې مخه نیسي، او دا کاندیدان له ولسمشره غواړي چې د دې کار مخنیوي لپاره یو فرمان صادر کړي.
ښاغلي اتمر پر حکومت غږ وکړ چې د ټاکنو په تړاو په سلا مشوره کې دې سیاسي او سلیقوي چلند نه کوي، او یوازې د خپلې خوښې کسان دې ناستو ته نه ور بولي.
محمد حنیف اتمر وویل، د ټاکنو د کمیسیون نوي غړي باید د سیاسي ډلو غړي نه وي، او د ولسمشرۍ ټاکنو کاندیدان باید د دواړو ټاکنیزو کمیسیونو غړي د رایو له لارې وټاکي.
ټاتکل شوې ده چې د افغانستان د ولسمشرۍ ټاکنې د روان میلادي کال د جولای پر شلمه نېټه ترسره شي.
د دې ټاکنو لپاره پر اوسني ولسمشر محمد اشرف غني سربېره د ملي امنیت پخوانی سلاکار محمد حنیف اتمر، د حزا اسلامي مشر ګلبدین حکمتیار، اوسنی اجرائیه رئیس ډاکټر عبدالله عبدالله او ځینې نور کسان کاندید دي.