تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
حنیف اتمر: د سولې مذاکراتي ټیم مشروعیت او مهارت نه لري
د افغانستان د ملي امنیت پخواني سلاکار حنیف اتمر په یوه اعلامیه کې، د سولې په برخه کې د افغانستان حکومت پر وروستیو هلو ځلو سختې نیوکې کړې دي او دا هر څه یې د "سیاسي ګټو او ټاکنو لپاره کمپاین" بللي.
نوموړي پر خپله ټوېتر پاڼه خپره کړې اعلامیه کې ویلي، په افغانستان کې د سولې لپاره د امریکایي چارواکو او طالبانو وروستیو اړیکو ته هیله من دی.
خو ښاغلي اتمر نیوکه کړې ده چې د سولې مذاکراتو لپاره د افغان حکومت لخوا ټاکل شوی ټیم مشروعیت او د دې چارې لپاره مناسب مهارت نه لري.
ښاغلی اتمر پر افغان حکومت تور لګوي چې د سولې لپاره وروستۍ هلې ځلې د سیاسي ګټو لپاره او د ټاکنیز کمپاین په توګه کاروي.
نوموړي همدا رنګه ویلي، د افغانستان د سولې عالي شورا په تېرو کلونو کې د سولې لپاره ډېرې هلې ځلې کړې دي، او دا ارګان باید د سولې په خبرو کې له پامه ونه غورځول شي.
افغان حکومت تېره میاشت له وسله والو مخالفینو سره د سولې د خبرو لپاره مذاکراتي تیم او د سولې مشورتي بورډ جوړ کړل.
خو په دې هر څه کې د سولې عالي شورا ته ډېره ونډه نه ده ورکړل شوې، او پخپله د دې شورا غړو هم پر افغان حکومت نیوکه کړې چې دې برخه کې له دوی سره سلا مشوره نه ده شوې.
د ملي امنیت پخوانی سلاکار ښاغلی اتمر وایي، حکومت د سولې مشورتي بورډ کې د یو شمېر سیاسي او جهادي څېرو نومونه هم شامل کړي دي، خو له داسې کولو وړاندې یې له دې کسانو سره هېڅ ډول سلا مشوره نه ده کړې.
بي بي سي هڅه وکړه چې د ښاغلي اتمر د دې څرګندونو او ادعاو په اړه د ولسمشرۍ ماڼۍ غبرګون را واخلي، خو بریالي نشوو.
حنیف اتمر په تېره څه باندې یوه لسیزه کې د پخواني ولسمشر حامد کرزي او همدا راز د ولسمشر محمد اشرف غني په حکومتونو کې پر بېلابېلو مهمو حکومتي پوستونو پاتې شوی.
نوموړی تر څه مودې وړاندې د ولسمشر غني د ملي امنیت سلاکار و، خو په تېره اګست میاشت کې یې په ناڅاپي توګه استعفا ورکړه.
نوموړي څو ورځې وړاندې اعلان وکړ چې د افغانستان په راتلونکو ولسمشریزو ټاکنو کې به نوماند وي.
سیاسي شنونکي په دې باور دي چې ښاغلی اتمر به په دې ټاکنو کې د اوسني ولسمشر محمد اشرف غني یو تر ټولو پياوړی سیال وي.