د حنیف اتمر ناڅاپي استعفا ته بېلابېل غبرګونونه

    • Author, حمید شجاع
    • دنده, بي بي سي، لندن

د ملي امنیت په برخه کې د افغان ولسمشر محمد اشرف غني پخواني سلاکار حنیف اتمر د اګست پر ۲۵ نېټه په ناڅاپي ډول له خپلې دندې استعفا ورکړه.

د نوموړي د استعفا تر اعلان څو شېبې وروسته د ولسمشر ماڼۍ وویل، ولسمشر غني د ښاغلي اتمر په ګډون د افغانستان د دفاع وزیر، کورنیو چارو وزیر او د ملي امنیت له رئیسه غوښتي چې له خپلو دندو استعفاوې وکړي.

په داسې حال کې چې ولسمشر غني پر هماغه ورځ د ښاغلي اتمر استعفا ومنله، د یکشنبې (۲۶م اګست) پر سهار د ارګ ویاند هارون چخانسوري پر خپله ټوېټر پاڼه ولیکل چې ولسمشر غني د درېیو نورو مشرانو، یعنې د دفاع وزیر، کورنیو چارو وزیر او د ملي امنیت د رئیس استعفاوې رد کړې دي.

مطلب دا چې په هغو څلور امنیتي چارواکو کې چې د ارګ په وینا ولسمشر غني ترې استعفاوې غوښتې وې، یوازې د ښاغلي اتمر استعفا ومنل شوه.

ولسمشر غني نه یوازې دا چې د نوموړي استعفا ومنله، بلکې په سملاسي توګه یې په امریکا کې د افغانستان پخوانی ځوان سفیر حمدالله محب د ښاغلي اتمر پر ځای د ملي امنیت نوی سلاکار وګوماره.

په افغانستان کې د ننه او بهر هېچا هم ښایي د ولسمشر غني په کابینه کې د دا ډول یو ناڅاپي بدلون تمه او اټکل نه کاوه.

د ښاغلي اتمر له استعفا وروسته په تېرو څو ساعتونو کې د دې ټولو پرمختګونو په اړه بېلابېلو غبرګونونه را مخې ته شول.

تر ټول په زړه پورې او ښایي مهمې څرګندونې پخپله ولسمشر غني وکړې.

نوموړي د یکشنبې پر سهار، په داسې حال کې چې خپل د ملي امنیت نوی سلاکار یې رسماً د امنیت شورا مسولینو ته ور پېژانده، د ښاغلي اتمر د خدماتو ستاینه وکړه.

ولسمشر غني ومنله چې د ښاغلي اتمر استعفا منل یوه سخته پرېکړه وه.

د ملي امنیت نوي سلاکار حمدالله محب هم ښاغلی اتمر خپل یو نژدی همکار وباله، او ټینګار یې وکړ چې په راتلونکي کې به هم له هغه سره په کاري چارو کې سلا مشوره کوي.

همدا رنګه په پاکستان کې افغان سفیر عمر زاخېلوال د شنبې پر ورځ پر خپله ټوېټر پاڼه د ښاغلي اتمر د "سیاسي تدبر، فوق العاده مدیریت، دور اندېشۍ او سالم فکر" ستاینه کړې.

د ښاغلي زاخېلوال په وینا، د حنیف اتمر استعفا د افغان حکومت لپاره یوه لویه تشه رامنځته کړې، خو تمه یې کړې چې د هغه پرېکړه به پر احساساتو نه، بلکې د هېواد د ملي ګټو او ارزښتونو پر بنسټ شوې وي.

خو له ستاینو ور هاخوا د حنیف اتمر استعفا ګڼې ګنګوسې هم راپارولي. ځينې په دې باور دي چې په دې وروستیو کې د نوموړي او ولسمشر غني ترمنځ اختلافات ډېر شوي وو.

د ولسمشر غني مشر سلاکار د شنبې پر ورځ، پرته له دې چې د چا نوم واخلي پر خپله ټوېټر پاڼه لیکلي، د امنیتي ارګانونو د مشرانو د بدلېدو لامل، په دندو کې د هغوی پرله پسې ناکامي ده.

همدا رنګه د لوګر پخواني والي او د ولسمشر غني د ټاکنیز کمپاین یوې مهمې څېرې حلیم فدایي پر خپله فېسبوک پاڼه لیکلي، دا "ناځواني" ده چې ارګ د ښاغلي اتمر د استعفا پر وړاندې لا هم چوپ پاتې دی.

خو نوموړي په ورته وخت کې د ملي امنیت شورا پر کارکوونکو غږ کړی چې د ښاغلي اتمر د ځایناستي بشپړ ملاتړ وکړي.

په ولسي جرګه کې د بدخشان د خلکو استازې فوزیه کوفي پر خپله ټوېټر پاڼه لیکلي، د حنیف اتمر د استعفا اصلي لامل دا دی چې حکومت د ټاکنو د پروسې په سم مدیریت کې پاتې راغلی.

نوموړې ادعا کوي چې له ښاغلي اتمر سره "نا انصافي" کېدله او ځکه نوموړي "قرباني" ورکړه او دنده یې پرېښوده.

خو یاده دې وي چې مېرمن کوفي راتلونکو ټاکنو کې یو ځل بیا ولسي جرګې ته نومانده وه، خو د ټاکنو کمیسیون یې نوم د نوماندانو له لېسته و ایست.

د حنیف اتمر د استعفا تر شا لاملونه که هر څه وي، دا جوته ده چې نوموړی د ولسمشر غني د ټاکنیز ټیم او بیا وروسته د هغه د حکومت یو تر ټولو مهم چارواکی و.

ده په تېره څه باندې یوه لسیزه کې د افغان حکومت پر مهمو پوستونو دنده ترسره کړې، او د همدې مودې په مهمو سیاسي پرېکړو او هلو ځلو کې یې مهم رول درلود.

دا به وروسته وکتل شي چې ایا ښاغلی اتمر د ډېرو نورو په څېر د افغانستان له سیاسي صحنې لېرې کېږي، او که په راتلونکي کې په یوه بله بڼه بېرته را څرګندېږي.