تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
د اتمر په مشرۍ افغان پلاوی اسلام اباد کې "پر قبایلو خبرې نه کوي"
د افغانستان د ملي امنیت شورا د سلاکار په مشرۍ افغان پلاوی د یکشنبې په ورځ اسلام اباد ته لاړ، چې د دغه هېواد له چارواکو سره د سولې او پیوستون عمل پلان پر پلي کولو خبرې وکړي.
پاکستان ته د افغان پلاوي سفر په داسې مهال دی، چې د تېرې جمعې په ورځ د پاکستان سنا یا مشرانو جرګې او د پنجشنبې په ورځ ملي اسمبلۍ یا ولسي جرګې په خيبر پښتونخوا کې د قبايلي سيمو د ورګډولو لايحه منظوره کړه.
دغه لايحه به د يکشنبې په ورځ د خيبر پښتونخوا اسمبلۍ ته وړاندې کېږي.
د پاکستان دغه ګام افغان حکومت پارولی او ارګ د یوې اعلامیې خپرولو سره وايي، چې د قبایلي سیمو د حقوقي حالت د بدلولو په اړه د پاکستان د پارلمان وروستۍ پرېکړه یو اړخیزه او له برتانوي هند سره د افغانستان د ۱۹۲۱ کال د تړون مخالفه ده.
خو کله چې د بي بي سي خبریال نصرت صمیمي د ملي امنیت شورا ویاند قادر شاه وپوښت چې افغان پلاوی به له پاکستاني لوري سره پر دغه مسله خبرې وکړي په ځواب کې یې وویل، دا جلا مسله ده:
"دا دواړه یو مخ بېلې مسلې دي او دا سفر یواځې د سولې او پیوستون د عمل پلان لپاره ځانګړی شوی دی".
که څه هم د پښتونخوا ځینې ګوندونه له دغې صوبې سره د قبایلو د یو ځایولو ملاتړي دي، خو پښتونخوا کې ځینې سیاسي ډلې او همدارنګه ځینې قبایل د دې پرېکړې خلاف دي.
د ملي امنیت شورا ویاند دا هم وايي، چې افغان پلاوي په دې سفر کې د افغانستان، پاکستان او سیمې پرامنیت او ټیکاو خبرې کوي:
"د دې سند چوکاټ کې د سولې او ترهګرۍ سره د مبارزې لپاره د دواړو لورو چارواکي خبرې کوي او بیا به کتلی شي چې دا خبرې څنګه پلې کېږي".
د سولې او پیوستون عمل پلان
قادر شاه وايي، افغان پلاوي په دې سفر کې د سولې او پیوستون لپاره د افغان- پاک عمل پلان د سند د پلي کولو لپاره پر لوړه کچه پر هغو مسلو خبرې کوي، چې له څو میاشتو راهیسې پرې دواړو لورو بحث کاوه:
"افغانستان ته د پاکستان د لومړ ي وزیر د سفر پر مهال پر اوو اصولو هوکړه وشوه چې د هغو په چوکاټ کې به د دواړو هېوادونو ترمنځ په مختلفو کچو د مناسباتو لپاره چې په هغه کې به د سولې او پیوستون موضوع هم شامله وي هغه به عملي کېږي".
نوموړی زیاتوي، پاکستان ته افغان پلاوي څو ورځې مخکېني سفر کې هم د دې اوو اصولو پر پلي کولو عملي او تطبیقي پلان جوړ شو او دواړو لورو پرې هوکړه وکړه.
افغان پلاوي هغه سفر د روانې مۍ میاشتې پر پنځلسمه نېټه اسلام اباد ته درلود، چې په اړوند مسله څلورمه غونډه وه.
په هغه غونډه کې د افغان پلاوي مشري د بهرنیو چارو مرستیال وزیر حکمت خليل کرزي او د پاکستان غاړې مشري د بهرنیو چارو سکرترې تهمینه جنجوعه کوله.
له چا سره پر کومو مسلو خبرې؟
له حنیف اتمر سره په اوسني سفر کې د کورنیو او دفاع چارو وزیران او د ملي امنیت لوی مشر او نور اړوند چارواکي ملګري دي.
په اسلام اباد کې د افغان سفارت سرچینې وايي، د ملي امنیت سلاکار محمد حنیف اتمر په مشرۍ پلاوی به د پاکستان له لومړي وزیر ښاغلي عباسي سربېره د پوځ له مشر جنرال قمر جاوېد باجوه او د پاکستان د ملي امنیت له سلاکار ناصر خان جنجوعه سره وویني.
د سرچینې په خبره، افغان پلاوی به له پاکستاني چارواکو سره د افغانستان او پاکستان د سولې او یووالي اقدام د تېرو غونډو د هوکړو عملي کولو له خبرو سربېره د ځينو نورو مهمو دوه اړخیزو مسلو هم خبرې وکړي.
د ملي امنیت شورا ویاند قادرشاه په خبره، په اوسني سفر کې د سند پر عملي کولو د لوړې کچې بحث کېږي:
"په دې سفر کې به د دې سند پر پلي کولو د لوړې کچې خبرې وشي".
د عمل پلان ۷ اصول
د ملي امنیت شورا د سلاکار د ټوېټر له مخې، افغان ولسمشر د پاکستان له لومړي وزیر سره وروستۍ لیدنه کې د سولې او پیوستون لپاره د افغان- پاک عمل پلان پر لاندې اوو اصولو هوکړه کړې ده.
۱ - پاکستان د افغانانو په مشرۍ او افغانانو په ملکیت د سولې او پخلاینې ملاتړ کوي.
۲ - دواړه لوري د هغو فراریانو او نه پخلا کېدونکو عناصرو پرضد اغېزناک ګامونه پورته کوي چې یو د دغو هېوادونو امنیت ته ګواښ پېښوي.
۳ - دواړه لوري ژمن دي چې خپله خاوره به یې د کوم بل هېواد، شبکې، ډلې یا فرد له خوا د مقابل هېواد د حکومت ضد چارو لپاره نه کارېږي.
۴ - د توافق شویو اصولو د پلي کولو لپاره باید د اړیکو د مدیرانو له لارې د ارزونې او همغږۍ او تثبیت ګډ میکانیزم جوړ شي.
۵ - دواړه هېوادونه د یو بل سیمه کې د ځمکني او هوايي تاوتریخوالي مخنیوي ته ژمن دي.
۶ - دواړه لوري د عامه تورونو لوبې د مخنیوي او اندېښمنوونکو او جنجالي مسلو ته د ځواب ویلو لپاره د سولې او پیوستون لپاره د افغان- پاک عمل پلان (APAPPS) د همغږۍ میکانېزم کاروي.
۷ - د سولې او پیوستون لپاره د افغان - پاک عمل پلان د پلي کولو او د پورتنیو اصولو د پلي کولو لپاره کار ډلې او همغږۍ میکانیزم جوړوي.