ورځپاڼې: د کابل برید امریکایانو ته څه پيغام ورکوي؟

کابل

د عکس سرچینه، Getty Images

د عکس تشریح، ورځپاڼه زياتوي، د "کونټر پارټ" په نامه پر دغې امريکايۍ مؤسسې بريد د امريکا په افغان ماموريت کې د قرارداديانو ارزښت څرگندوي.

نيويارک ټايمز کابل کې پر يوۀ امريکايي شرکت د طالبانو پروني بريد ته په اشاره ليکلي دغه بريد امريکايانو ته چې طالبانو سره د سولې په خبرو اترو بوخت دي او چېچونکى پيغام لري.

ورځپاڼې د يوۀ کابل مېشتي پوځي شنونکي خبرې راخيستې چې وايي طالبان پر سولې باور نه لري او امريکايانو ته يې نېغ دا پيغام ورکړ چې د دوى خبرې واوري او غوښتنې يې ومني.

ورځپاڼه زياتوي، د "کونټر پارټ" په نامه پر دغې امريکايۍ مؤسسې بريد د امريکا په افغان ماموريت کې د قرارداديانو ارزښت څرگندوي.

ورځپاڼه وايي زرگونه قرارداديان د هوساينې او مدني ټولنې پورې اړوند پروگرامونو لپاره مهم بشري ځواک برابروي او شمېر يې افغانستان کې له شته پوځيانو ډېر دى.

امريکايۍ "دې هېل" ورځپاڼې "له سولې يوه ورځ وروسته به څه پېښېږي" تر سرليک لاندې د افغانستان بيا رغونې ځانگړي څارونکي جان سوپکو يوه ليکنه خپره کړې.

افغانان چې اوږدې مودې لپاره له جگړې کړېدلي د سولې د تړون هرکلى به وکړي او همداراز به امريکا کې هم ورته هرکلى وويل شي.

جان سوپکو وايي د افغانستان پر وړاندې ځينې جدي گواښونه شته چې د سولې پر تړون له لاسليکولو سره په معجره يې ډول له منځه نه ځي.

نو دې لپاره چې دغه ستونزې د سولې خبرې اترې هم گډوډې نه کړي، په کار ده چې د سولې اعلان ته له انتظار پرته افغانستان او د ٣٩ متحدو هېوادونو په پلازمېنو کې تگلاره جوړوونکي سر له اوسه پر پلان جوړولو پيل وکړي.

جان سوپکو

د عکس سرچینه، Getty Images

د عکس تشریح، جان سوپکو وايي د افغانستان پر وړاندې ځينې جدي گواښونه شته چې د سولې پر تړون له لاسليکولو سره په معجره يې ډول له منځه نه ځي.

جان سوپکو وايي تگلاره جوړوونکي بايد هغه څه لپاره چې د سولې له تړون وروسته ورځو، اونيو، مياشتو او کلونو کې پېښېږي پلان ولري.

د ښاغلي سوپکو په باور، تگلاره جوړوونکي بايد په پام کې ولري چې افغانستان کمزورې اقتصادي ودې، د ماليې ټولونې کمزوري سيستم او فساد له امله ډېرو کلونو لپاره به خپل لگښتونه په خپله نشي پوره کولى.

نور مسايل، په ټولنه کې د ٦٠ زره سخت په وسله سمبالو طالبانو ورگډول چې کېداى شي د ناراضيتوب په حالت کې بېرته تاوتريخوالي ته مخه کړي.

د طالبانو له لوري د تېرو کلونو د لاسته راوړنو له منځه وړلو هڅې هم ستونزې زېږولى شي.

ليکوال وايي، افغانستان کې د لاسته راوړنو يا برياوو بيه درنه وه، نو اړتيا ده چې سر له اوسه له سولې وروسته مهال لپاره پلان جوړ شي.

عرب نيوز ورځپاڼه وايي د سعودي عربستان د وزيرانو شورا تېره ورځ منلې چې دغه هېواد ته د پانگونکو او سوداگرو د راماتولو لپاره هغوى ته د امريکا د گرين کارټ سيستم په څېر د مېشتېدنې ويزې ورکړي.

سعودي

د عکس سرچینه، Getty Images

د عکس تشریح، عرب نيوز: د سعودي وزرانو شورا د پانګوونکو او سوداګرو راماتولو لپاره د مېشتېدنې د وزېزو په خاطر د امریکا ګرین کارټ سیستم جوړوي.

د امتيازي اقامې نوى منل شوى سيستم هغو بهرنيانو ته چې لوړ مهارتونه لري او يا پانگونکي دي يو شمېر نورې اسانتياوې هم برابروي. دغه سيستم کې به دوى کفيل ته اړتيا نه لري.

دوى کولى شي په خپله خلک په دندو وگوماري. په خپل نوم ملکيت او يا گاډي وپېري. په خصوصي سکتور، سوداگرييز او صنعتي برخو کې دنده واخلي، په سعودي کې د گرځېدو، له سعودي د وتلو او بېرته ستنېدو پوره ازادي لري.