کابل کې پر کونټر پارټ مؤسسه برید کې وژل شوي ۹ تنو ته ورسېدل

کابل

د عکس سرچینه، AFP/Getty Images

د عکس تشریح، کونټر پارټ وايي، په برید کې د دوی د معلوماتو له مخې، د برید د وژل شویو شمېر ورته مالوم نه دی، خو په برید کې د دوی د دفتر افغان ساتونکي افسران وژل شوي دي.
    • Author, هدایت الله همیم
    • دنده, ‌بي بي سي

د افغانستان د کورنیو چارو وزارت وايي، د پلازمېنې کابل په زړه نوي ښار کې د 'کونټر پارټ' په نامه پر یوه بهرنۍ مؤسسه د طالبانو برید کې نهه کسان وژل شوي، چې درې ولسي وګړي، د عامه محافظت څلور ساتونکي او د کونټر پارټ یو ساتونکی او یو د ځانګړو ځواکونو افسر دی.

دغه وزارت وايي، په برید کې ۲۰ ولسي وګړي هم ټپیان شوي.

د کورنیو چارو وزارت وایي امنیتي ځواکونه توانېدلي دي شاوخوا ۲۰۰ کسان، چې د موسسې کار کوونکي او عام ولسي وګړي پکې شامل وو، د برید له ځایه خوندي را وباسي.

د برید مسؤولیت طالبانو منلی دی. د دې ډلې ویاند ذبیح الله مجاهد رسنیو ته استول شوې خبرپاڼه کې ویلي، په دې برید کې یې لسګونه بهرني روزونکي او افغان امنیتي سرتېري وژلي دي.

طالبان وایي د کاونټر پارټ پر موسسه یې ځکه برید کړی چې د افغان ځواکونو د روزنې لپاره یې بهرني روزونکي ګومارلي وو، او دوی له ډېرې مودې راهیسې د دې موسسیې فعالیتونه څارل.

د ویډیو تشریح، کابل کې چاودنه

د کورنیو چارو وزارت ویاند نصرت رحیمي وايي، نن چارشنبه د غرمې ۱۱:۴۰ بجې د لسمې امنیتي حوزې اړوند لویې څارنوالۍ ته څېرمه د کاونټر پارټ مؤسسې دفتر مخې ته یوه درنه چاودنه وشوه.

ښاغلی رحیمي وايي لومړی برید کوونکو د کونټر پارټ مؤسسې ودانۍ مخې ته چاودنه کړې او بیا بریدګر ودانۍ ته ننوتلي او له پولیسو سره یې جګړه پیل کړې ده.

غبرګونونه

افغان ولسمشر محمد اشرف غني پر کونټر پارټ دا برید "نه بښل کېدونکی جنایت" بللی دی.

په کابل کې د امریکا سفیر جان بس هم دا برید په "سختو" ټکو غندلی او وايي دا مؤسسه ناپوځي مرستې او د افغانانو د ملاتړ اړوند پروګرامونه مخته وړي.

کونټر پارټ هم پخپله وېبپاڼه کې د برید په غبرګون کې ویلي، دې برید موږ ډېر خپه کړي یو.

دې X پوسټ نه تېرشئ
ایا له X نه د منځپانګې اجازه شته؟

دې لیکنه کې له social media راخیستل شوي مواد شته.‌ له ښودلو وړاندې یې ستاسې اجازه پکار ده، ځکه ښایي‌کوکیز یا بله تکنالوژي پکې کارول شوې وي. کولی شئ له اجازې مخکې د social media site پالیسي ولولئ. د دې لپاره غوښتنه ومنئ او مخکې لاړ شئ

خبرداری:‌ ښايي درېیمګړي ته اړوند منځپانګه کې اعلانونه وي

د ‍پوسټ X پای

کونټر پارټ وايي، په برید کې د دوی د معلوماتو له مخې، د برید د وژل شویو شمېر ورته مالوم نه دی، خو په برید کې د دوی د دفتر افغان ساتونکي افسران وژل شوي دي.

یاده امریکایۍ مؤسسه وايي، له تېرو ۱۴ کلونو راهیسې افغانستان کې د سولې په تړاو د مدني ټولنې د مرستې، د ځوانانو د ښکېلتیا، د هغوی د حقونو د پیاوړي کولو او ښځو ته د کاري زمینې د پراختیا برخو کې فعالیت لري.

په افغانستان کې د ملګرو ملتونو سیاسي استازولۍ 'یوناما' هم په ملکي سیمه کې پر کوټر پارټ د طالبانو برید غندلی او وايي، په روژه کې د افغانانو د همکارۍ پر مؤسسه په ځانګړې توګه د کرکې وړ برید دی.

Presentational grey line

د افغانستان د عامې روغتیا وزارت غرمه مهال ویلي وو چې ځایي روغتونونو ته د چاودنې له ځایه ۱۵ټپیان وروړل شوي دي.

افغان ولسمشر محمد اشرف غني، په افغانستان کې د ملګرو ملتونو دایمي دفتر یوناما او کابل کې د امریکا سفارت دا برید غندلی دی.

د ارګ په اعلامیه کې راغلي، طالبان د سولې په اړه د افغان ولس هغه غوښتنه نه مني چې د سولې مشورتي لویه جرګه کې وشوه، او په دې برید سره یې ثابته کړه چې دوی اسلامي او افغاني ارزښتونو ته درناوی نه لري.

چاودنه

د عکس سرچینه، EPA

د عکس تشریح، د برید ځای کې د سوځېدل شویو موټرو او لوګي انځورونه خپاره شوي.

کونټر پارټ یوه امریکایي مؤسسه ده چې چارې یې د امریکا د نړیوالې پراختیا یا USAID له خوا افغانستان کې مخته وړل کېږي.

د ذبیح الله مجاهد په نامه د طالبانو ویاند ویلي، برید د دوی کسانو کړی. نوموړی وايي، د برید هدف یې "د کاونټرپارټ په نامه امریکايي شبکه وه چې په هېواد کې په مختلفو غربي تخریبي فعالیتونو کې ونډه لري".

سیمې ته څېرمه د بي بي سي یو خبریال وايي، د دویمې چاودنې او ورپسې د خال خال ډزو غږونه یې هم اورېدلي او د چاودنې له ځایه لوګی پورته کېږي.

د مرګ ژوبلې په اړه تر اوسه رپوټ نه دی ورکړل شوی او سیمې ته امنیتي ځواکونه استول شوي.

چاودنه د کابل ښار نوي ښار کې شوې ده

د عکس سرچینه، NASRATSAMIMI

د عکس تشریح، چاودنه د کابل ښار نوي ښار کې شوې ده

دا برید داسې مهال شوی، چې په قطر کې د امریکایانو او طالب استازو ترمنځ د مخکیني پړاو په تعقیب د څلورم پړاو خبرې روانې دي.

د ۱۳۹۵ کال وږي میاشت کې د پاملرنې نړیوالې مرستندویه مؤسسې دفتر ته څېرمه چاودنه شوې وه، چې د کورنیو چارو وزارت په وینا، یوه ځانمرګي برید کوونکي پر ځان پورې تړلي چاودېدونکي توکي چوولي وو او درې نور د پاملرنې مؤسسې دفتر ته ننوتلي وو.

په یاد برید کې له څلورو بریدګرو پرته نور څوک نه وو وژل شوي، خو یوازې شپږ ولسي وګړي ټپیان شوي وو.