فراه برید؛ د قربانیانو په اړه ضد و نقیض ادعاوې

د عکس سرچینه، Ministry of Interior
یوې باوري حکومتي سرچینې له بي بي سي سره په خبرو کې ویلي، د یکشنبې او دوشنبې ترمنځ شپه د افغانستان په فراه کې د بهرنیو ځواکونو په هوايي عملیاتو کې د طالبانو د نشه یي توکو د پروسس فابریکې له منځه وړل شوې دي.
سرچینه زیاتوي، دې عملیاتو کې د نشه يي توکو ۶۸ کارخونې ویجاړې او له سلو ډېر طالبان او د کارخونو کارکوونکي وژل شوي دي.
د دغې سرچینې په وینا د فراه ولایت په بکوا ولسوالۍ کې دا عملیات د غوڅ ملاتړ ځواکونو لخوا له افغان ځواکونو سره په همغږۍ تر سره شوي.
خو طالبانو پرون دوشنبه رسنیو ته استول شوې خبرپاڼه کې ویلي چې عملیات د خلکو د استوګنې په سیمو شوي او له ۵۰ ډېر ولسي وګړو د وژلو تر څنګ یې ۲۶ نور عام وګړي ژوبل کړي دي.
په فراه کې ځينو سیمه ییزو چارواکو هم بي بي سي ته ویلي چې په دې عملیاتو کې ځينې ولسي وګړي هم په نښه شوي او مرګ ژوبله لري.
خو حکومتي سرچینه وایي، د عملیاتو موخه د طالبانو اړوند د نشه يي توکو د تولید او پروسس د کارخونو له منځه وړل وو.

د عکس سرچینه، Ministry of Interior
د فراه د ولایتي شورا رئیس دادالله خان قانع وايي، په وژل شویو کسانو کې تر ډېره د حکومت وسله وال مخالفین او د نشه يي توکو د فابریکو کارکونکي شامل دي خو دی زیاتوي، ملکیانو ته هم مرګ ژوبله اوښتې.
نوموړی وایي:
"هلته وړمه ورځ د مخدره توکو په فابریکو هوايي بریدونه شوي. ځينې دا فابریکې د هستوګنې په کورونو او کلیو کې جوړوې شوې دي، ځکه نو په دې عملیاتو کې د طالبانو تر څنګ ځینې ولسي وګړي هم په نښه شوي چې شوني ده ښځې او ماشومان هم پکې وي په ټوله کې د ډېرو کسانو د وژل کیدو راپورونه دي."
افغان چارواکي ټينګار کوي چې دې فابریکو کې د تولید او پروسس ګټه نېغ په نېغه طالبانو ته رسېدله. چارواکو د نشه يي توکو د تولید او پروسس د دغې مرکز د کلني عوایدو اټکل لس ملیونه ډالره کړی دی.
په همدې حال کې د افغانستان د کورنیو چارو وزارت وايي په فراه او نیمروز کې د مخدره موادو دپروسس خونو د عملیاتو په نتیجه کې ۱۵۰ تنه وژل شوي او له ۴۰ ډېر نور ژوبلول شوي چې ټول يي طالبان وو.
وزارت یوه ویډیو هم خپره کړې چې ښکاره کوي څو ځایه بمبار شوی او د بمبار له سیمو لوګی خیژي.

د عکس سرچینه، Getty Images
خو په ټوله کې دغو عملیاتو د ځينو افغان سیاسیون غبرګونونه هم راپارولي دي. پخواني ولسمشر حامد کرزي په خپله ټوېټر پاڼه د دغو عملیاتو غندنه کړې او ویلي يې دي، په عملیاتو کې ولسي وګړو، ښځو او ماشومانو ته مرګ ژوبله اوښتې.
ښاغلي کرزي له امریکايي لوري غوښتي چې د جګړې انرژي د سولې په روانو خبرو ولګوي.
خو د ملي امنیت پخواني رئیس او په راتلونکو ټاکنو کې د ولسمشر محمد اشرف غني د ټاکنیز ټیم مرستیال امرالله صالح دا عملیات له لاسته راوړنو ډک بللي او له امله يي د افغان او بهرنیو ځواکونو مننه کړې ده.
فراه د افغانستان په لویدیځ کې یو له نا امنه ولایتونو شمېرل کېږي چې په ولسوالیو او بانډو کې يي طالبان پراخ نفوذ لري.
دهرات، نیمروز، غور او هلمند د ولایتونو په منځ کې پروت دا ولایت پراخه او هواره جغرافیه لری چې د څیړونکو په باور هلته د طالبانو فعالیت او تګ را تګ د ډېرو نورو سیمو پرتله اسانه دی.








