فراه ښار کې تېره شپه طالبانو بیا جګړه کړې
منځپانګه نه شته
په Facebook کې نور وګورئ بي بي سي. بي بي سي د نورو ویبپاڼو د محتوا مسوله نه ده.د پوسټ Facebook پای, 1
د افغانستان په لوېدیځ کې د فراه ولایتي شورا مشر فرید بختور وویل، له تېرې شپې راهیسې طالبانو یوځل بیا پر محبس، امنیه قومندانۍ او نورو سیمو بریدونه پیل کړي، چې لاهم دوام لري.
فرید بختور بي بي سي ته وویل: "وسله وال طالبان له لومړي برید راهیسې په ښار کې دي، په کورونو کې ځای پرځای شوي، برايي یې پر محبس، امنیه قومندانۍ او زما پر شخصي مېلمستون بریدونه وکړل او تر سهاره جنګ و. دا چې دوی څه پلان لري او په نورو سیمو کې هم ځای پرځای شوي دي، حوزه په حوزه د تصفیې پلان شته."
دی وايي، لاهم جنګ دی خو په کافي اندازه کورني او بهرني ځواکونه شته او د ښار په هغو سیمو کې بمبارۍ شوې، چې د وسله والو طالبانو نښې پکې لیدل کېدې.
طالبانو تر هغه یوه ورځ وروسته دا برید کړی، چې دوې ورځې وړاندې په یوه پراخ برید کې دواړو غاړو ته درنه مرګ ژوبله واوښته.
د فراه والي بصیر سالنګي د بي بي سي محفوظ ذبیدي ته [ګهیځ ۹:۳۵] بجې وویل "اوس فراه ښار کې وضعیت بیخي ارام دی."
د فراه مرکز کې ځینو اوسېدونکو بي بي سي ته وویل، تېره شپه ۱۱ بجې جګړه ډېره سخته وه او د امنیې قومندانۍ، محبس او ځینو نورو برخو جګړه پیل شوه، چې بیا وروسته د ښار نورو سیمو ته ولېږدېده.

د عکس سرچینه، Farid Bakhtawar/FB
جګړه د سهار تر درو بجو سخته وه، چې د فراه پر فضا د غوڅ ماموریت ځواکونو چورلکې هم چورلېدې، چې د اوسېدونکو په وینا، لږترلږه درې ځلې یې د بمباریو غږونه اورېدلي.
تر اوسه کومې بې پرې سرچینې لا نه دي ویلي چې ایا طالبان ددویم ځل لپاره بیا فراه ښار ته ننوتي او که نه.

د فراه د ځینو اوسېدونکو خبرې
په فراه کې یو محصل وايي: "زموږ ټول خوراکي توکې او پيسې په خلاصېدو دي بانکونه ټول تړلي دي څوک چاته پيسې نه شي لېږلی، برېښنا نه لرو، موبایلونه مو د ورځې له خوا فعاله دي او د شپې له خوا پرته له سلام شبکې نورې ټولې شبکې انټرنېټ نه لري.
له ښاره بهر نه شو وتلی؛ ځکه په ټولو لارو کې طالبان ولاړ دي او که تر سبا یا بل سبا دغه ډول وضعیت و، ښایي موږ له لوږې مړه شو."
د فراه ښار یوه ځايي اوسېدونکې وايي: "زموږ پر کور برید و، تېره شپه د جګړې له امله وتښېدو، نور خبره له زغمه وتلې وه، یوې امن سیمې ته له خپلو بچیانو او کورنۍ سره تګ ته مجبور شوو، امنیتي ځواکونه واييو طالبان یې له ښاره ایستلي، خو خلک وايي طالبان د خلکو کورونو کې ننوتلي، د ورځې ارامي وي، د شپې جنګ شي."

افغان دولت وايي، فراه ښار کې یې چاڼیز عملیات کړي، خو ښکاري چې دولت د فراه شاوخوا هغو سیمو ته د تګ زړه نه ښه کوي، چې ناامنه دي او طالبان پکې ډېر نفوذ لري.
د فراه یوه ځايي اوسېدونکي بي بي سي ته وویل، ګهیځ شاوخوا اته بجې طالبان فراه ښار کې د پوهنې ریاست ته څېرمه لیدل شوي.
منځپانګه نه شته
په Facebook کې نور وګورئ بي بي سي. بي بي سي د نورو ویبپاڼو د محتوا مسوله نه ده.د پوسټ Facebook پای, 2
وړمه شپه ویل شوي وو، چې له هرات او کندهاره ځانګړي پولیس او کوماندو ورغلي، خو رسمي سرچینو لا په دې اړه څه نه دي ویلي.
وړاندې طالبانو ویلي وو، له فراه ښار یې تاکتیکي شاتګ کړی دی.
د چهار شنبې په سهار د فراه په مرکزي چوک کې د فراه والي بصیر سالنګی د خپلو ساتونکو سره په پوځي جامو کې څرګند شو.
نوموړي د بي بي سي خبریال محفوظ ذبیدي ته وویل، چې وسلوال طالبان له ښار اېستل شوي دي او ښار ارام دی.
که څه هم د فراه والي وايي، په دې جګړه کې تر ۳۰۰ وسلوال طالبان وژل شوي دي، خو وسلوال طالبان د بصیر سالنګي دغه ادعا ردوي او وايي، یواځې ۹ وسلوال یې وژل شوي او ۱۱ ټپیان دي.
بصیر سالنگی وايي په دې جګړې ۲۵ افغان سرتېري وژل شوي او ۱۰ ټپیان دي.
مګر طالبان وايي، ۶۳ افغان سرتېري یې وژلي دي.
طالبانو ته د فراه اهمیت

د عکس سرچینه، Getty Images
ځايي خبریالان وايي ، تېره شپه یې فراه هوايي ډګر کې لویې الوتکې ولیدلې چې ځواکونه یې کوزول.
دوی وایي تازه دم سرتېري دغه ولایت ته رسېدلي، خو معلومه نه ده چې دا ځواکونه چېرته ځای په ځای شوي دي.
فراه د افغانستان په لوېدیځ کې پروت ولات دی، چې له څو میاشتو راهیسې ناامني پکې ژیاته شوې ده.
په ولسي جرګه کې د فراه ځینې استازو خبرداری هم ور کړی و چې ممکن طالبان د ولایت مرکز ونیسي.
د فراه پخواني والي محمد عارف شاه جهان هم څو میاشتې مخکې بي بي سي ته ویلي و چې په دغه ولایت کې تر څلور زرو وسلوال شته.
هغه اندېښنه ښودلې وه چې وسلوال غواړي دا ولایت ونیسي او بیا یې د اکمالاتي لارې په ډول د ټول افغانستان لپاره وکاروي.

د عکس سرچینه، .
ویل کېږي چې د څنګلورو ولایتونو وسلوال طالبان هم د دې برید لپاره فراه ته تللي.
خو ځايي خلکو له طالبانو سره داسې وسلوال هم لیدلي چې په بهرنیو ژبو یې خبرې کولې.
فراه له ایران سره ۳۰۰ کیلومتره ګډه پوله لري.











