تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
سره صلیب افغانستان کې خپل فعالیتونه وځنډول
وروسته له هغه چې وسله والو طالبانو په افغانستان کې د سره صلیب او د روغتیا د نړیوال سازمان یا "ډبلیو اېچ او" پر فعالیتونو له خپلې خوا د بندیز اعلان وکړ، سره صلیب هم اعلان وکړ چې د امنیتي ګواښونو له کبله په ټول افغانستان کې خبل فعالیتونه بندوي.
د طالبانو په یوه اعلامیه کې راغلي چې په هېواد کې د جنګي وضعیت له کبله ځینې مرستندویه ادارې خپل فعالیتونه په سمه توګه نه تنظیموي.
د طالبانو اعلامیه زیاتوي، سور صلیب او د روغتیا نړیوال سازمان پر خپلو هغو ژمنو هم نه دي ولاړ چې د خپلو فعالیتونو په اړه یې له اسلامي امارت سره کړې وې.
د طالبانو له اعلامیې لږ وروسته کابل کې د سره صلیب رسنیزې برخې مشر روبین واودا بي بي سي ته وویل، افغانستان کې د خپلو کارکوونکو خوندیتوب ته اندېښمن دي او په خبره یې هڅه کوي، د خبرو له لارې دغه ستونزه هواره شي:
'' که تاسو اعلاميه کتلې وي په هغه کې دوي د سره صليب پر فعاليتونو بنديز لگولى، نو له دې کبله موږ په افغانستان کې خپلو فعاليتونو ته په عادي ډول دوام نه شو ورکولى، ځکه امنيتي ضمانت نه لرو او امنيتي ضمانت زموږ د کار اوفعاليت لپاره اړېن دى، نو موږ خپل فعاليتونه ځنډوو او په عينې حال کې هڅه کوو اسلامي امارت سره خبرې اترې پيل کړو چې حل لارې ومومو. ''
د افغانستان حکومت او د روغتیا نړيوالې ادارې په تړاو تر اوسه څه نه دي ویلي.
د طالبانو اعلامیه زیاتوي چې 'اسلامي امارت د روغتیا د نړیوال سازمان د واکسیناسیون د کمپاین په اړه هم شکونه لري، او پر دې سربېره امنیتي ګواښونو هم موجود دي. '
طالبان وایي، پورته ټکو ته په کتو سره د دوی د پوځي چارو کمیسیون پرېکړه کړې ده چې په ټول هېواد کې د دواړو ادارو پر فعالیتونو بندیز ولګوي، او له دې وروسته به د دې ادارو د کار کوونکو د امنیت تضمین هم نه کوي.
طالبانو تر دې وړاندې هم د سره صلیب ادراې پر فعالیتونو نیوکې کړې وې. د ۲۰۱۷ کال په اکتوبر میاشت کې یادې ادارې د امنیتي ننګونو له کبله د افغانستان په شمال کې خپل فعالیتونه ځنډولي وو.
خو وروسته بیا طالبانو اعلان کړی و چې د دې ادارې د کار کوونکو امنیت ساتنې ته ژمن دي، چې ورسره د یادې ادارې فعالیتونه بېرته پیل شول.
د ۲۰۱۶ کال په ډیسمبر کې د سور صلیب یو کارمن د کندوز په علي اباد ولسوالۍ کې وتښتول او څلور اونۍ وروسته خوشی شو.
د ۲۰۱۷ کال په فرورۍ کې د دې ادارې کارکوونکو د افغانستان شمال کې اړمنو خلکو ته توکي لېږدول، چې نامعلومو وسلوالو یې شپږ کارمنان ووژل او دوه نور یې وتښتول.
له اوو میاشتو وروسته دا تښتول شوي کسان خوشي شول.