تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
سور صلیب کندوز کې د خپل کارکوونکي خوشي کېدل تاییدوي
په جنیوا کې د سور صلیب دفتر وايي، د افغانستان په کندوز ولایت کې تښتول شوی کارکوونکی یې خوشی شوی دی.
دې ادارې په خپله خبرپاڼه کې د یکشنبې په ورځ ویلي، دغه کارکوونکی یې د ۲۰۱۶ کال د ډیسمبر پر ۱۹ په کندوز کې تښتول شوی و.
سور صلیب له هغو ځايي چارواکو هم مننه کوي چې د دې تښتول شوي کارمن په خوشي کولو کې یې همکاری کړې ده.
د دې ادارې دغه کارکوونکی له دریو نورو کسانو سره له کندوز مزار ته روان و، چې په لار کې وتښتول شول، خو نور دې کسان همغه ورځ خوشي شول.
په افغانستان کې د سور صلیب ویاند رامین ایاز بي بي سي ته وویل، چې د دغه خوشي شوي کارکوونکي وضعیت ښه دی.
نوموړي زیاته کړه، چې د دې کارمن له تښتول کېدلو وروسته په کندوز کې د سرې میاشتې فعالیت کم شوی و، خو د وضعیت په ارزولو سره به په راتلونکي کې خپلې چارې عادي حالت ته ورسوي.
په افغانستان کې د سور صلیب دفتر وايي، دا کارکوونکی (جان کارلوس) نومیږي او په خوشي کېدلو یې خوشال دي.
دا اداره وايي، چې د نوموړي د خوشي کولو لپاره یې پیسې نه دي ور کړې.
سور صلیب وايي، له تېرو ۳۰ کلونو راهیسې په افغانستان کې د روغتیا په برخه کې خدمت کوي، د جګړې د ښکېلو لورو له بندیانو سره ویني او د بې پرې ادارې په توګه یې کار کړی چې په دې ډول په ټول افغانستان کې خلکو ته د انساني مرستو زمینه برابره کړي.