سور صلیب د افغانستان شمال کې خپلې چارې وځنډولې

سور صلیب نړیواله کمېټه- چې مرکز یې جنیوا کې دی- د افغانستان په کندوز او فاریاب کې خپل دفترونه وتړل.

په افغانستان کې د سور صلیب ویاند سیاوش کهزاد له بي بي سي سره خبرو کې وویل، د دې ادارې پر کارکوونکو له درې پرلپسې بریدونو وروسته دوی په ټولو شمالي ولایتونو کې خپلې چارې کمې کړې.

د ښاغلي کهزاد په خبره، د بلخ مرکز مزار شریف ښار کې یې هم د سور صلیب د دفتر کارکوونکي ډېر کم کړي دي.

"سور صلیب هم په افغانستان کې د خپلو چارو په ځنډولو خپه دی، ځکه له امله یې ډېر اړمن افغانان زیانمېږي".

"افغانستان نه پرېږدو"

په افغانستان کې د سور صلیب مشرې مونیکا زنریلي هم له رویټرز خبري اژانس سره خبرو کې ویلي، چې د کسانو کمول په دې مانا نه دي چې دوی افغانستان پرېږدي:

"خو موږ افغانستان کې د خپلو کسانو له ډېر کمولو پرته بله لار نه لرو".

د دې ادارې د اعلان له مخې له ۲۰۱۶ کال راهیسې تر اوسه درې بدې پېښې د سور صلیب کارکوونکو ته شوې دي.

د ۲۰۱۶ کال په ډیسمبر کې د سور صلیب یو کارمن د کندوز په علي اباد ولسوالۍ کې وتښتول او څلور اونۍ وروسته خوشی شو.

د ۲۰۱۷ کال په فرورۍ کې د دې ادارې کارکوونکو د افغانستان شمال کې اړمنو خلکو ته توکي لېږدول، چې نامعلومو وسلوالو یې شپږ کارمنان ووژل او دوه نور یې وتښتول.

له اوو میاشتو وروسته دا تښتول شوي کسان خوشي شول.

سور صلیب وايي، څه مهال مخکې یې هم یو کارکوونکی په مزار شریف کې ووژل شو.

دغه کارمن داسې چا وواژه چې له ۱۹ کلونو راهیسې یې سور صلیب درملنه کوله.