د نړیوال سره صلیب شپږ کارکوونکي جوزجان کې وژل شوي

سیمه ییز چارواکي وايي، د سره صلیب نړیوالې موسسې شپږ کارکوونکي د افغانستان په شمالي جوزجان ولایت کې د "داعش" له خوا وژل شوي.

د جوزجان والي لطف الله عزیزي بي بي سي ته ویلي، دغه کسان د قوش تپه دشت لیلي سیمه کې وژل شوي دي او مړي یې اوس د شبرغان ملکي روغتون لېږدول شوي دي.

د سره صلیب د دوو نورو کارکوونکو د برخلکیک په اړه معلومات نه شته چې ګومان کېږي د همدې ډلې له خوا تښتول شوي دي.

وژل شوي ټول افغان وګړي دي چې درې کسان د سره صلیب موټر چلوونکي او درې نور یې د دغې موسسې کارکوونکي ول.

د سره صلیب نړیوالې موسسې د خپلو کارکوونکو وژل کېدل تایید کړي خو ویلي یې دي نه پوهېږي چا او یا کومې ډلې دا کار کړی دی.

دولتي چارواکي وايي، د سره صلیب کارکوونکي پر لارې ول چې وروستیو کې د واورې له کبله زیانمن شوو خلکو ته مرستې ورسوي.

د جوزجان د امنیې قومندان رحمت الله ترکستاني بي بي سي ته وویل چې بریدکوونکي د داعش غړي دي او له یوې مودې راپدېخوا په دغه سیمه کې فعالیت کوي.

اسلامي دولت نومې ډله چې په داعش هم پېژندل کېږي له ۲۰۱۵ کال راهیسې په افغانستان کې فعالیت کوي چې د دغه هېواد په ختیځ او پلازمېنه کې یې د ګڼو بریدونو پړه منلې ده.

بلخ ولایت کې د سرې میاشتې مشر آصف خیرخواه وايي، پېښې د نورو موسسو کارکوونکي اندېښمن کړي او داسې پېښې د مرستندویه او خیررسوونکو ټولنو کارونه ټکني کولی شي.

تر اوسه کومې ډلې د سره صلیب د کارکوونکو د وژلو پړه نه ده منلې.

له دې مخکې طالبانو پر سره صلیب برید کړی او پر کال ۲۰۱۳ یې جلال اباد ښار کې د سره صلیب پر دفتر یې د برید پړه ومنله.

د طالبانو یوه ویاند ذبیح الله مجاهد رسنیو ته په یوه استول شوې خبرپاڼه کې ویلي، د سره صلیب پر کاروان برید د دوی کار نه دی، بلکې په وینا یې دا د اختطافګرانو کار دی.