''د مهسا وژونکو دوسیه بشپړه او محکمې ته استول شوې''

د پولیسو په خبره دوه کسان د دغې وژنې په تور نیول شوي دي

د عکس سرچینه، MOI

د عکس تشریح، د پولیسو په خبره دوه کسان د دغې وژنې په تور نیول شوي دي

د افغانستان لویه څارنوالي وايي، د وژل شوې ماشومې مهسا قاتلانو دوسیه یې محکمې ته استولې ده. نژدې شپږ کلنه مهسا شاوخوا یوه میاشت مخکې دوو کسانو د پېسو غوښتنې لپاره کابل کې وتښتوله او یوه شپه وروسته یې مړی وموندل شو.

د افغانستان لویې څارونوالۍ ویاند جمشید رسولي وايي، د تورنو کسانو لپاره له قانون سره د سمې جزا غوښتنه شوې ده:

''د قضیې څېړنه بشپړه شوې او له دوو نیول شویو کسانو هم پوښتنې ګروېږنې بشپړې شوې دي. نن دوسیه محکمې ته وسپارل شوه او د افغانستان جزا کود له قانون سره د سمې جزا غوښتنه شوې ده، چې د افغانستان محکمې به په دې تړاو خپله شرعي او قانوني پرېکړه وکړي. ''

د ماشومې مهسا له وژل کېدو وروسته افغان ولسمشر محمد اشرف غني دا یو وحشیانه جنایت بللی و او افغان عدلي او قضايي ادارو ته یې ویلي و، چې د پېښې عاملین په جدي توګه مجازات کړي.

له دې مخکې د تېرې مارچ میاشتې نیمايي کې د کابل امنیه قومندان سید محمد روشندل بي بي سي ته وویل چې د مهسا دوسیه به ژر لویې څارنوالۍ ته واستول شي.

هغه ویلي و:

''دوه تورن کسان چې پر خپلو جرمونو یې اعتراف کړی او موږ هغه کس هم نیولی چې دغو دوو کسانو ته یې دوکان په ایجاره ورکړی و. نیول شوي کسان به قضایي مراجعو ته تسلیم شي. ''

له پېښې وروسته د دغې ماشومې د ژوند او مرګ تصويرونه یې یوځای لاس پر لاس شول او د مهسا لپاره عدالت غواړو له هشټګ سره د عاملینو لپاره د سزا غوښتنه کېږي.

د ماشومې مهسا پلار مرتضی احمدي وايي، د لور وژونکو ته سخته جزا غواړي

د عکس سرچینه، SOCIAL MEDIA

د عکس تشریح، د ماشومې مهسا پلار مرتضی احمدي وايي، د لور وژونکو ته سخته جزا غواړي

خو ایا د مهسا وژونکو قضیې څېړنې پرمختګ د ماشومانو په تړاو د ښار خلکو اندېښنې کمې کړې دي؟

د وژل شوې مهسا د کور په ګاونډ کې ځايي اوسېدونکو سره د بي بي سي خبریال صفي الله امین زاده خبرې کړې، چې وايي، د شته امنیتي اندېښنو له کبله د امکان تر حده اولادونه له لاسه نیولي ګرځوي. د سیمې یوه اوسېدونکي اغا ګل بي بي سي ته وویل:

''ماشوم زوی له ځان سره جومات ته بیایم او راولم، خو هغه خلک چې کورونو کې مشران نه لري، ماشومان یې ښوونځي ته له تلو هم پاتي دي، که قانون پلي شي امنیت به هم ورسره ښه شي او د خلکو اندېښنې به هم له منځه لاړې شي، خو اوسني وضعیت کې خلک ډېر اندېښمن دي. ''

د بي بي سي خبریال وايي، کابل ښار کې د وژنو او تښتونې پرلپسې پېښې د ښار اوسېدونکو لپاره په لویه اندېښنه بدل شوي دي. له تېرو څو کلونو راهیسې په کابل کې د اختطاف، غلا غدیو او سړي تښتونې یو شمېر پېښې شوې دي.

د مهسا له وژل کېدو وروسته په کابل کې صرافانو کاربندیز کړی و او د صرافۍ تر ټولو لوی مارکېټ شهزاده سرای تړل شوی و.