غني: د سولې په خبرو کې به له نوې تګلارې کار اخلو

د عکس سرچینه، ARG
افغان ولسمشر محمد اشرف غني ویلي، د افغان سولې او پخلاینې لپاره د امریکا له ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد سره د سولې خبرو د پر مخ بېولو لپاره په نویو لارو د کار هوکړې ته رسېدلی دی.
ښاغلي غني ویلي، د متقابلو ګټو پر بنسټ له امریکا سره د دولت په دولت اړیکې له پخوا غښتلي شوي او دواړه هېوادونه د سولې لپاره ګډ کار کوي.
د افغانستان د سولې لپاره د امریکا له ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد سره له خبرو وروسته د ولسمشر غني له څرګندونو ښکاري چې د کابل او واشنګټن تر منځ د نظر د اختلافاتو په سر رامنځته شوی کنګل په ویلې کېدو دی.
افغان دولت تر اوسه له هغو غونډو چندان خوښ نه و، چې د افغان حکومت له چارواکو پرته د طالب استازو او امریکا تر منځ تر سره شوې دي.

د عکس سرچینه، ARG
خو اوس افغان ولسمشر محمد اشرف غني وايي، د دغه هېواد د سولې لپاره د امریکا له ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد سره د کار یوې نوې بڼې موافقې ته رسېدلی دی.
د ولسمشر ویاند هارون چخانسوري د دغې موافقې د جزییاتو په اړه وايي، د سولې په باب د افغانستان او امریکا تر منځ د نظر اختلافات نشته او تر اوسه چې د سولې په اړه کوم ګامونه اخیستل شوي، هغه د سولې لپاره لومړني ګامونه دي.
دا امریکايي چارواکی په قطر کې له طالب استازو سره د نویو خبرو په لړ کې چې ټاکل شوي تر یوې بلې اونۍ د فبرورۍ میاشتې په ۲۵ نیټه تر سره شي دا مهال په کابل کې له افغان چارواکو، سیاسي څېرو او د مدني ټولنې له غړو سره په خبرو بوخت دی.
ده د سولې په اړه پرمختګونه کم خو له هېلو ډک بللي دي.

د عکس سرچینه، @US4AfghanPeace
ښاغلي خلیلزاد ټینګار کړی چې هېواد يې د افغان حکومت په مالکیت د سولې خبرو ته جدي دی او داسې تل پاتې سوله غواړي چې پکې ټول ارزښتونه وساتي او د ۴۰ کلن کړکېچ پای پکې وي.
ښاغلي خلیلزاد په خپله ټویټر پاڼه لیکلي چې د سولې خبرې ساده کار نه دی او د افغانستان وضعیت هم پېچلی دی، چې په وینا یې، له دې کبله د سولې اړوند ټولې خبرې په عام محضر نه کېږي او د توضیحاتو لپاره يې هم د وخت اړتیا ده.









