ورځپاڼو ته کتنه: پاپ د جومات بنسټ ډبرې اېښودو مراسمو کې
دې لیکنه کې له social media راخیستل شوي مواد شته. له ښودلو وړاندې یې ستاسې اجازه پکار ده، ځکه ښایيکوکیز یا بله تکنالوژي پکې کارول شوې وي. کولی شئ له اجازې مخکې د social media site پالیسي ولولئ. د دې لپاره غوښتنه ومنئ او مخکې لاړ شئ
د پوسټ X پای
برتانوۍ ورځپاڼه "ټیلیګراف" لیکي، له طالبانو سره د مسکو په غونډه کې ګډون کوونکي افغان سیاستوال په خیانت تورن شوي.
ورځپاڼې د افغان ولسمشر اشرف غني د یوه سلاکار فضل محمود فضلي هغو څرګندونو ته اشاره کوي چې ویلي یې دي، د خپګان ځای دی چې یو شمېر هغه کسان چې په افغانستان کې د نظام او واک د دیموکراتیک لېږد بنسټګر بلل کېږي، له اوسني حکومت سره د خپلو مخالفتونو له کبله له ټولو اصولو او ارښتونو نه تېرېږي او د نظام د نابودۍ پروا هم نه کوي.
دا ورځپاڼه زیاتوي کرملین دا نه مني چې دا غونډه ګواکې دوی تنظیم کړي خو وايي لوېدیځ دیپلوماتان داسې انګېري چې روسیه غواړي له طالبانو سره پر ممکنه وورستي جوړ جاړي کې خپل اغېز ولري.
ورځپاڼه زیاتوي داسې اندېښنې هم شته چې طالبانو په افغانستان کې اوسني دیموکراتیک نظام وزغمي او که هڅه به وکړي چې د خپل واکمنۍ د مهال په څېر سخت دریځی نظام رامنځته کړي.
امریکايۍ خپرونې "دې هېل" لیکلي افغانستان په درنښت او پراخ بنسټه سولې ته اړتیا لري. د مطلب لیکواله چې په افغانستان د کار تجربه هم لري او د سولې په برخه کې څېړنې کوي وايي د افغانستان د قضیې اړخونو بېلابېل دي خو وايي دا شخړه په یوه ټکي کې خلاص کیږي چې هغه درنښت دی یانې په دې سوله کې باید د افغاني ټولنې ارزښتونو ته درناوی وشي.
لیکواله زیاتوي که د افغان ټولنې جوړښتونه او هغه تجربه چې په سیمه ییزه کچه د شخړو په هوارولو کې مخور لري وکارول شي نو په افغانستان کې کېدونکې سوله به پراخه بنسټه او د درنښت وړ وي. خو دا وايي دغه جوړښتونه او تجربې له پامه غورځول شوي دي.
اماراتۍ البیان ورځپاڼه لیکي چې دغه هېواد ته د ازهر شریف د لوی امام شیخ احمد الطیب او نړۍ د کاتولیکانو د مشر پاپ فرانسیس د سفر پرمهال د دوی دواړو له خوا د انساني ورورګلوۍ سند لاسلیک شو. د دې سند هدف د انسانیت او مینې پربنسټ د انسانانو ترمنځ د اړیکو ټینګول او د سخت دریځۍ مخنیوی دی.

د عکس سرچینه، Getty Images
ورځپاڼه لیکي دغو دواړو دیني مشران د هغه مسجد او کلیسا د بنسټ اېښودلو په مراسمو کې هم برخه واخسته چې د اماراتو په پلازمینه ابوظبۍ کې جوړیږي.
مسجد د شیخ احمد الطیب او کلیسا د پاپ فرانسیس په نوم ونومول شوه. دا لومړی ځل دی چې د نړۍ د کاتولیکانو مشر دغه هېواد ته سفر کوي. ورځپاڼه لیکي د انساني ورورولۍ په دې سند کې د ټولو دینونو د اتباعو او آن د هغو ترمنځ چې د کوم دین تابع نه دي ترمنځ د ورورګلوۍ غږ شوی.








