ورځپاڼو ته کتنه: امریکا له افغانستان د وتلو او روسیه د ور ستنېدلو فکر لري

امریکا

د عکس سرچینه، Getty Images

د عکس تشریح، خو امریکايي چارواکي وايي، که طالب او افغان حکومت کومې هوکړې او اوربند باندې سلا نه شي دوی نه وځي.

فارېن پاليسي مجله وايي داسې حال کې چې امريکا له افغانستان د وتلو په فکر کې ده روسيه بېرته ستنېدو ته ليوالتيا لري.

مجله وايي له يوه پلو امريکا له طالبانو سره د سولې په خبرو کې پرمختگ کوي، له بل پلوه روسيې موازي هڅې کړې.

مجله د بېلګې په ډول وايي، تېر نومبر مسکو د سولې د يوې ناستې کوربه و چې طالبانو، د سولې عالي شورا غړو، پاکستان، ايران، چين او د امريکا د سفارت استازي پکې گډون درلود.

مجله وايي ټاکلې ده چې روسيه به راتلونکې سه شنبه د طالبانو او د ولسمشر غني مخالف افغان سياستوالو د ناستې کوربه وي.

فارن پاليسي د امريکا د بهرنيو چارو وزارت د يوه چارواکي وينا راخيستې چې وايي له افغانستان د امريکا د وتلو په حالت کې روسيه ليواله ده چې د افغانستان په چارو کې اصلي رول ولوبوي.

طالبان

د عکس سرچینه، Getty Images

پاکستانۍ اېکسپرېس ټريبيون ورځپاڼه په يوه شننه کې وایي د روسيې او طالبانو اړيکي د امريکا په گټه دي.

ورځپاڼه ليکي، روسيه په هغه هېواد کې خپل نفوذ يا اغېز ډېرول غواړي چې درې لسيزې وړاندې له يوې شرموونکې ماتې وروسته ترې وتلو ته اړ شوې وه.

ورځپاڼه پوښتي که نن د امريکا موخه افغانستان کې د جگړې ختمول وي نو ولې نشي کولى چې روسيې سره يوځاى موخې ته د رسېدو هڅه وکړي؟

د ورځپاڼې په وينا واشنگټڼ ويره لري چې د روسيې هڅې به گواکې افغانستان کې د سولې لپاره د زلمي خليلزاد هلې ځلې له منځه يوسي او دا ويره بې ځايه ده.

ورځپاڼه وايي دا هڅې "له خبرو وړاندې خبرې" په "خبرې پس له خبرو" بدلوي.

په دې مانا چې ښايي د طالبانو او افغان حکومت ترمنځ خبرې د طالبانو او امريکانو له خبرو وړاندې وشي.

ورځپاڼه وايي که دا خبرې بريالۍ وي نو مسکو د واشنگټن کار اسانوي.

له طالبانو سره خبرې او د غني او خليلزاد ناسم پوهاوی

غني او خلیلزاد

د عکس سرچینه، Arg

د افغان سولې په تړاو امريکايۍ واشنگټن پوسټ ورځپاڼه وايي له افغانستان د امريکايي ځواکونو وتل د افغانانو په خپلمنځي خبرو او اوربند پورې تړلي.

د ورځپاڼې په وينا يوه لوړپوړي امريکايي چارواکي ويلي ترهغه به ځواکونه له افغانستان نه وځي چې طالبان او افغان حکومت پر يوه هر اړخيز اوربند او د سولې پر لارنخشه سره خبرې نه وي کړې.

له نوم پرته دغه چارواکي د داسې يوه بهير يادونه کوي چې گام پر گام به پر مخ بيول کېږي او تر هغه چې د پېچلو اقدامونو ټول اړخونه بشپړ شوي نه وي، نو هېڅ به نه کېږي.

دغه چارواکي ويلي د امريکا اوسنى دريځ دا دى، نه يوازې دا چې پر ټولو مسلو بشپړه هوکړه وشي بلکې تر هغه چې پلي کېدل يې نه وي پيل شوي نو امريکا به هېڅ راز اقدام نه کوي او طالبان بايد په دې پوه شي.

دغه چارواکي منلې چې له طالبانو سره د امريکا د خبرو په تړاو له ولسمشر غني سره د ښاغلي خليلزاد په وروستيو ناستو کې ناسم پوهاوى شوى.