افغانستان: د کورنیو چارو سرپرست وزیر امرالله صالح له دندې استعفا وکړه

د عکس سرچینه، MOI
د افغانستان کورنیو چارو سرپرست وزیر امرالله صالح له دندې استعفا وکړه.
له دې مخکې پرون جمعه افغان ولسمشر محمد اشرف غني ته یوې نژدې سرچینې بي بي سي ته وویل، ښاغلی صالح به د ۱۳۹۸ کال ولسمشریزو ټاکنو کې د ښاغلي غني د لومړي مرستیال په توګه برخه واخلي.
۲۷ ورځې مخکې ولسمشر غني نوموړی د ویس برمک پر ځای د کورنیو چارو وزارت د سرپرست په توګه ګومارلی و.
د ارګ سرچینې د جمعې پر ورځ د بي بي سي خبریال اسد لودین ته وویل، چې ولسمشر غني ممکن د نوملیکنې لپاره راتلونکې شنبه یا یکشنبه د انتخاباتو کمېسون ته لاړ شي.
د ټاکنو خپلواک کمېسون وايي، چې شنبه او یکشنبه د ولسمشرۍ نوماندان خپل نومونه ثبتولی شي او له هغه وروسته د دوی د ثبتونې نېټه نه غځېږي.
د افغانستان د ټاکنو خپلواک کمېسون وايي ولسمشرۍ ټاکنې به د راتلونکي لمریز کال سرطان یا چنګاښ یا د ۲۰۱۹ کال جون کې ترسره شي.

د عکس سرچینه، Getty Images
د جنورۍ په پنځلسمه ارګ کې همدې سرچینې بي بي سي ته وویل، چې ولسمشر به دا ځل پر لومړي او دویم مرستیال سربېره خپل ټاکنډله کې د یوه بل قوم په استازۍ هم یو کس ولري.
د دې سرچینې په خبره، د روغتیا پخوانۍ وزیره ثریا دلیل به د ازبک توکمو په استازۍ د ولسمشر غني ډله کې وي.
دا سرچینه وايي، چې ولسمشر به ټاکنو کې تر بریا وروسته د اجرایه ریاست پوسټ له منځه وړي او ریاستي نظام سره به چارې اداره کوي.

د عکس سرچینه، Getty Images
بل لورته د ولسمشر غني یو بل ټاکنیز سیال حنیف اتمر پرون جمعه وویل، که د ولسمشرۍ ټاکنو کې بریالی شو نو حکومتي نظام کې به د صدارت څوکۍ رامنځته کوي او درېیم مرستیال به هم ولري.
نوموړي هغه ګنګوسې رد کړې چې دوی ګواکې حکومتي نظام په بشپړه توګه بدلول غواړي.
د ۲۰۱۴ کال ولسمشرۍ ټاکنو تر جنجالي کېدو وروسته د امریکا د پخواني بهرنیو چارو وزیر په منځګړتوب ولسمشر غني عبدالله عبدالله لپاره خپل حکومت کې اجرایه رایست رامنځ ته کړ.
هغه مهال جنرال دوستم د ازبک توکمو په استازۍ له ولسمشر غني سره لومړی مرستیال و.
جنرال دوستم تېره میاشت د خپل توکم د مشرانو غونډه کې غوښتنه وکړه چې راتلوکو ټاکنو کې له یوې ډلې سره پر یوه مناسب کس سلا شي.








