افغان ټاکنې: دوه ورځو کې یو زر شکایتونه ثبت شوي

ټاکنې

د عکس سرچینه، Getty Images

    • Author, ملایکه احمدزۍ
    • دنده, بي بي سي

افغانستان کې د ټاکنیزو شکایتونو کمېسیون چارواکي وايي، د کابل او کوچیانو لومړنیو پارلماني ټاکنو پایلو په اړه يې شاوخوا زر شکایتونه په دوو ورځو کې ثبت کړي دي.

په داسې حال کې چې د دې هېواد د ټولو ولایتونو لومړنیو پایلو په اړه یوازې درې زره شکایتونه ثبت شوي وو.

د کابل رایې تر نورو ډېرې جنجالي وې او په لومړیو کې دا رایې د ټاکنیزو شکایتونو کمیسیون لخوا باطلې اعلان شوې وې.

د ټاکنیزو شکایتونو کمیسیون چارواکي وايي، د نورو ولایتونو پر تله د کابل او کوچیانو پارلماني ټاکنو پایلو په اړه شکایتونه ډېر وو، چې په خبره یې تېره شپه یې تر دولسو بجو شکایتونه ثبتول.

ثبت شوي شکایتونه به د کمیسیون ولایتي دفتر کې تر ۱۵ ورځو ارزول کېږي، بیا درې ورځې استناف غوښتنې لپاره وخت ورکول کېږي او ۱۵ ورځې يې د کمیسیون په مرکزي دفتر کې په ارزولو تېریږي.

د یاد کمیسیون غړی غلام دستګیر هدایت وايي، دمګړۍ دوی د همدې شکایتونو په ارزولو بوخت دي.

د کابل ټاکنیزو رایو له دې مخکې هم ګڼې ناندرۍ رامنځته کړې وې. لومړی دا رایې د شکایتونو کمیسیون لخوا باطلې وبلل شوې، خو وروسته بیا د ټاکنو کمیسیون سره د یوې هوکړې پر بنسټ معتبرې وګڼل شوې.

ټاکنې

د عکس سرچینه، Getty Images

د عکس تشریح، د افغانستان د ولسي جرګې ټاکنې د تېر اکتوبر پر ۲۰ او ۲۱ وشوې، خو کندهار کې یوه اونۍ په ځنډ وې.

د شکایتونو کمیسیون چارواکي وايي، د نورو ولایتونو د استناف دورې ۳۰۰۰ زره شکایتونو څخه یې ډېره برخه ارزولې چې له مخې یې د لسو ولایتونو پایلې تېره اونۍ کمیسیون ته استولې.

د دوی په خبره را روانه شنبې به د لسو نورو ولایتونو پایلې هم د ټاکنو کمیسیون ته واستوي. د افغانستان پارلماني ټاکنې د روان کال دتلې میاشتې پر ۲۸ او ۲۹ مه وشوې.

د کندهار ټاکنې د امنیتي ستونزو له کبله د یوې اونۍ په ځنډ سره ترسره شوې. د غزني ولایت پارلماني ټاکنې بیا د سیاسي ناندریو له کبله تر ولسمشریزو تر ټاکنو پورې وځنډېدې.