د ولسي جرګې ټاکنې؛ له کندهار او هرات تر ډېره نوي کسان بریالي شوي

د عکس سرچینه، Getty Images
کندهار او هرات چې له کابل وروسته تر ډېره مهمه سوداګریز او سیاسي اهمیت لري د ولسي جرګې ټاکنو ته تر ډېره پکې نوي کسان بریالي شوي دي.
د افغانستان د ټاکنو خپلواک کمېسون د کندهار، هلمند، هرات او کندز ولایتونو د ولسي جرګې د ټاکنو لومړنۍ پایلې د یکشنبې په ورځ ناوخته اعلان کړې، چې په ټولو ولایتونو کې تر ډېره نوې څېرې بریالۍ شوې دي.
د کندهار له یوولسو وکیلانو دوه پخواني- پاتې او نور نوي کسان بریالي شوي دي.
له هرات نیمايي پخواني او نیمايي نوي کسان کامیاب شوي دي.
خو د کندهار په څېر له هلمند هم دوه پخواني وکیلان بیا ولسي جرګې ته بریالي شوي او شپږ نوي کسان برلاسي شوي دي.
له کندوز هم درې پخواني وکیلان بیا ولسي جرګې ته لار کړې او پاتې شپږ نوي کسان دي.
د ټاکنو د خپلواک کمېسیون پر پاڼه د خپروو شوو معلوماتو له مخې په یادو ولایتونو کې لاندې کسانو تر خپلو سيالانو ډېرې رایې ګټلې.
کندهار

د عکس سرچینه، Getty Images
کندهار له هغو ولایتونو دی چې تر ډېره يې نوې څېرې پارلمان ته استولې.
حاجي سید احمد خادم: ۸۱۸۶، نوی.
سید مقتدا میران: ۷۴۱۹، نوی.
داکتر محمود خان نصرت: ۷۰۴۱، نوی.
روح الله خان زاده: ۶۴۷۱، نوی.
گل احمد کمین: ۵۰۸۲، نوی.
محمد عمر شیرزاد: ۴۴۹۷، نوی.
سید احمد سیلاب: ۴۱۴۳، نوی.
انجنیر محمد عارف نورزی: ۳۹۷۶، نوی.
فریبا احمدی کاکړ: ۴۹۶۵، هغه د اوسنۍ ولسي جرګې غړې هم ده.
ملالی اسحق زۍ: ۲۹۰۰، نوې. که څه هم د ولسي جرګې په تېر پړاو کې هم وه.
آرزو صافۍ: ۱۸۴۸، نوې.
هلمند

د عکس سرچینه، Getty Images
محمد ظفر صادقي: ۴۰۴۱ رايې، نوی.
میرویس پوپل: ۳۵۷۳، نوی.
حاجي غلام ولي افغان: ۳۳۴۱، نوی.
میرویس خادم: ۳۱۶۴، نوی.
الحاج محمد کریم اتل: ۲۷۹۸، نوی.
عبدالرشید عزیزي: ۲۵۸۰، نوی.
نسیمه نیازۍ: ۱۴۶۳، د ولسي جرګې د اوسنۍ دورې غړې هم ده.
حبیبه سادات: ۸۱۸، نوې.
هرات
حبیب الرحمن پدرام: ۱۶۷۹۶ رايې، نوې څېره.
محمد رضا خوشک وطندوست: ۱۶۱۴۰ رايې. هغه د اوسنۍ ولسي جرګې غړی هم دی.
عمر نصیر مجددي: ۱۰۹۲۹، نوی.
حاجی محمد صادق قادري: ۱۰۱۷۱، نوی.
منور شاه بهادري: ۸۳۲۴ رایې. هغه د اوسنۍ ولسي جرګې غړی هم دی.
نثار احمد فیضي غوریاني: ۷۶۱۲ رايې. هغه د اوسنۍ ولسي جرګې غړی هم دی.
نقیب الله آروین: ۷۳۰۶، نوی.
غلام فاروق مجروح: ۷۰۰۴ رایې. هغه د اوسنۍ ولسي جرګې غړی هم دی.
استاد حمیدالله حنیف: ۶۹۴۶، نوی.
حاجي شاه پور پوپل: ۶۹۲۰، نوی.
سید عظیم کبرزاني: ۶۵۸۲، نوی.
الحاج غلام فاروق نظري: ۶۲۶۳ رایې. هغه د ولسي جرګې د اوسني پړاو غړی هم دی.
رحیمه جامي: ۳۶۸۶ رايې. هغه د اوسنۍ ولسي جرګې غړې هم ده.
مسعوده کروخي: ۲۸۲۲، هغه د اوسنۍ ولسي جرګې غړې هم ده.
سیمین بارکزۍ: ۲۳۲۳، هغه د اوسنۍ ولسي جرګې غړې هم ده.
ناهید احمدي فرید: ۱۹۵۹، هغه د اوسنۍ ولسي جرګې غړې هم ده.
استاد شیرین شهابي: ۱۷۷۳، نوې.
کندز
الحاج عبدالروف ابراهیمي: ۲۹۸۶ رايې، هغه د اوسني پارلمان غړی هم دی.
انجنیر کمال صافی: ۲۲۷۶ رايې، هغه د اوسني پارلمان غړی هم دی.
شاه خان شیرزاد: ۱۹۹۶، نوی.
انجنیر محمدالدین همدرد: ۱۹۰۵، نوی.
محمدالله بتاش: ۱۶۹۹، نوی.
حاجی محمد عمر خان: ۱۶۳۱، نوی.
فضل کریم ایماق: ۱۵۸۶، نوی.
نیلوفر جلالي کوفي: ۱۲۵۷، نوی.
داکتر فاطمه عزیز: ۱۰۴۲ رايې ګټلې. هغه د ولسي جرګې اوسنۍ غړې هم ده.








