د ولسمشرۍ ټاکنو لپاره د کاندیدانو نوملیکنه پیلېږي

د عکس سرچینه، Getty Images
- Author, عصمت بهیر
- دنده, بي بي سي کابل
سبا شنبه افغانستان کې د راتلونکو ولسمشریزو ټاکنو لپاره د کاندیدانو نوملیکنې لړۍ پیلېږي. د افغانستان د ټاکنو خپلواک کمیسیون وايي، تر دې مهاله له ټاکنو کمیسیونه شپږو کسانو ولسمشریزو ټاکنو ته د نوماندۍ لپاره معلوماتي مواد اخیستي دي.
د ولسمشر محمد اشرف غني په ګډون یو شمېر نورو سیاستوالو هم د راتلوونکو ولسمشریزو ټاکنو لپاره ځانونه نوماند اعلان کړي دي.
په افغانستان کې د ۱۳۹۸کال ولسمشریزو ټاکنو ته د کاندیدانو د نوملیکنې بهیر سبا په رسمي ډول پيلېږي.
د افغانستان ټاکنو خپلواک کمیسیون اعلان کړی چې د نوماندانو نوملیکنه به د مرغومې له لومړۍ پیل او د همدې میاشتې تر ۱۲ مې به روانه وي.
د بشپړ مهالوېش له مخې ټاکل شوې ده چې د نوماندانو نوملیکنه د جدي یا مرغومي له لومړۍ یا 'د روان دسمبر ۲۲ ' نېټې پیل شي او د همدې میاشتې تر ۱۲مې یا د ۲۰۱۹ کال د جنورۍ تر دویمې به دوام وکړي.
د کاندیدانو لومړنی لیست به د مرغومي پر ۱۸مه یا د جنورۍ پر اتمه اعلانېږي.
خلک کولي شي چې د مرغومي له ۱۸مې نېټې نه د سلواغې تر ۲۵ 'فبرورۍ ۱۴ ' پورې د کاندیدانو په اړه خپل شکایتونه له اړونده کمیسیون سره ثبت کړي.
د نوماندانو وروستی لیست به د سلواغې یا دلوې پر ۲۶مه یا د فبرورۍ پر ۱۵ نېټه اعلان شي.
د افغانستان ټاکنو خپلواک کمیسیون د ویاند مرستیال میرزا محمد حق پرست وايي، تر اوسه یې شپږو کسانو د ټاکنو له کمیسیونه د ولسمشریزو ټاکنو د نوماندو لپاره مالوماتي مواد اخیستي دي.
تر اوسه د اوسني ولسمشرمحمد اشرف غني په ګډون پنځو کسانو د نوماندېدو اعلان کړی.
په دوی کې، د افغان ولسمشر د ملي امنیت پخوانی سلاکار محمد حنیف اتمر، په هند کې د افغانستان پخوانی سفیر شیدا محمد ابدالي، د احمدشاه مسعود بنسټ مشر احمد ولي مسعود او د ولسي جرګې غړی عبدالطیف پدرام شامل دي.
په معلوماتي کڅوړو کې د کاندیدیدو شرایطو او لازمو اسنادو په اړه معلومات ورکړل شوي دي.
د افغانستان د اساسي قانون له مخې، نوماند باید یوازې د افغانستان تبعه وي او له افغان مور او پلاره زېږېدلی وی.
څلوېښت کاله عمر ولري او د محکمې لخوا په بشر ضد جرمونو، جنایت او یا له مدني حقونو په سرغړاوي نه وي محکوم شوی.

د عکس سرچینه، Getty Images
د افغانستان د ټاکنو کمیسیون د تېرې شنبې پر ورځ د ولسمشریزو ټاکنو مهالوېش اعلان کړ چې له مخې یې په پام کې ده د ۱۳۹۸ کال ولسمشریزې ټاکنې د وری پر ۳۱مه ترسره شي.
د ټاکنو کمیسیون د مرغوې پر شلمه یو ځل بیا د رایه ورکوونکو نوملیکنه پیلوي او ۱۴ ورځې به دوام ولري.
دا یوازې د هغو کسانو لپاره دی چې د ولسي جرګې په تېرو ټاکنو کې په بېلا بېلو دلایلو له نوملیکنې پاتې وو.









