"د پغمان موټربم برید کې ۲۴ کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې"

د افغانستان د کورنیو چارو وزارت وایي د کابل په پغمان سیمه کې د ملي امنیت ځواکونو پر موټرونو برید کې ۲۴ ولسي او پوځي کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې.

د دغه وزارت د ویاند مرستیال نصرت رحیمي بي بي سي سره خبرو کې د مرګ ژوبلې په اړه دا شمېر تائيد کړی.

ویل کېږي چې دا یو موټربم ځانمرګی برید و.

برید د سې شنبې په ورځ (ډیسمبر ۱۱/لیندۍ ۲۰مه) سهار ۹:۲۰ بجې وشو.

د دغه برید مسؤلیت طالبانو منلی دی. د دې ډلې ویاند رسنیو ته په استولي پیغام کې ویلي چې دا برید د ملي امنیت په ۰۱ قطعې او بهرنیو سلاکارانو شوی.

تېره یوه میاشت کابل د یوشمېر خونړیو بریدونو شاهد و.

دغه راز په افغانستان کي تاوتریخوالو په تازه پيښو کي نژدې دیرش افغان سرتیري وژل شوي او لس نور ټپیان شوي دي .

افغان چارواکي وایې، په یو شمیر شمالي او جنوبی ولایتونو کې د افغان امنیتي ځواکونو او وسلوالو تر منځ نښتو کې څه باندې ۲۰ وسله وال وژل شوي دي

د روانې لیندۍ پر اومه د کابل ختیځ کې د جي فور اېس په نامه پر یوه امنیتي شرکت موټربم برید او بیا بریدګرو جګړه وکړه.

په دې برید کې د یوه بریتانیايي قراردادي او څلورو بهرنیانو په ګډون لږ تر لږه ۱۰ کسان ووژل شول.

ترې وړاندې د لړم پر ۲۹مه، کابل کې د علماوو پر یوه شورا هم ځانمرګي برید لږترلږه ۵۵ کسان ووژل او ۹۴ نور یې ټپیان کړل.

له برید وروسته افغان حکومت په ټتول هېواد کې یوه ورځ ملي ویر اعلان کړ.