تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
کابل کې 'ځانمرګی' تر برید وړاندې وژل شوی
د کابل امنیه قومندانۍ مسوولان وايي، د نوي ښار پارک ته څېرمه یې یو 'ځانمرګی بریدګر ' موخې ته له رسېدو وړاندې په نښه کړی او وژلی یې دی.
د کابل د امنیه قومندانۍ ویاند حشمت الله ستانکزي بي بي سي ته وویل، د کابل ښار د څلورمې امنیتي حوزې اړوند د نوي ښار په پارک کې افغان ځواکونو ته د وینې ور کولو کمپاین روان و، چې بریدګر غوښتل په نښه یې کړي، خو امنیتي ځواکونو هغه پېژندلی او وژلی یې دی.
د افغان پوځیانو د ملاتړ لپاره د وینې ور کولو د کمپاین سمبالوونکي یما امیري بي بي سي ته ومنله چې د پولیسو له خوا په نښه شوی کس ځانمرګی بریدګر و او ور پورې تړلیو چاودېدونکو توکو یې چاودنه کړې ده. *
د کابل د امنیه قومندانۍ ویاند زیاته کړه، په پېښه کې یوازې بریدګر وژل شوی او نور چاته زیان نه دی اوښتی.
تر اوسه د دولت کومې مخالفې ډلې په دې اړه څه نه دي ویلي.
دا له ترې دوشنبې راهیسې په کابل ښار کې درېیم ځانمرګی برید دی. تېره دوشنبه د اپرېل ۳۰مه د کابل په شش درک سیمه کې د دوو ځانمرګو بریدونو له امله ۲۶ کسان ووژل شول او ۴۹ نور ټپیان شول چې په وژل شویو کې ۹ خبریالان هم وو.