کابل: میلاد النبي مراسمو کې چاودنې لسګونه کسان وژلي

پلازمېنه کابل کې د عامې روغتیا وزارت چارواکي وايي، د غونډو یوه تالار کې د چاودنې له کبله لږ تر لږه ۴۳ کسان وژل شوي او ۸۳ نور ټپیان دي.

د افغانستان کورنیو چارو وزارت چارواکي وايي، دا یو ځانمرګي برید و.

تر اوسه کومې ډلې د دغه برید مسوولیت نه دی منلی.

ولسمشر غني دغه 'ترهګریز برید ' غندلی او افغانستان کې د ملګرو ملتونو استازولۍ دفتر یوناما ویلي دا یو بوږنونکی برید دی.

د پاکستان لومړي وزیر عمران خان دغه برید 'یوه بې رحمه ترهګریزه کړنه ' بللې او د پېښې د قربانیانو خپلوانو ته یې د خواخوږۍ پیغام استولی.

د کورنیو چارو وزارت چارواکو په خبره، پېښه له ځايي مهال سره سم ماښام څه باندې شپږ بجې د کابل هوایي ډګر سړک په اوږدو کې د 'اورانوس ' په نوم د ودونو او غونډو په یوه سالون یا تالار کې شوې.

بل لور ته د افغانستان ولسمشرۍ ماڼۍ ویلي، د دغې پېښې په مناسبت به سبا چهارشنبه افغانستان کې د ملي ویر ورځ وي او د افغانستان بیرغ به نیمه ځوړند وي.

د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد بیا رسنیو ته استولي پیغام کې دا برید غندلی.

د پېښې ټپیان ځايي روغتونونو ته لېږدول شوي او سیمې ته ګڼ شمېر امنیتي ځواکونه ورغلي وو. کابل کې د بي بي سي خبریال د ځايي چارواکو له قوله وايي، ښايي د تلفاتو شمېر کې بدلون راشي.

ویل کېږي چې د چاودنې پرمهال په تالار کې د اسلام د پیغمبر د زوکړې ورځې په مناسبت یوه دیني غونډه روانه وه.

د ځايي رسنیو رپوټونو کې ویل شوي، چې د پېښې پر مهال تالار کې سلګونه کسان یو ځای شوي وو، چې ډېر شمېر دیني عالمان هم پکې شامل وو، خو تر اوسه معلومه نه ده، چې وژل شویو او ټپیانو کې څومره شمېر دیني عالمان شامل دي.

امبولانسونه داسې حال کې لیدل کېدل چې مړي او ټپیان یې روغتونونو ته لېږدول.

نن سې شنبه د اسلام پیغمبر د زوکړې په مناسبت افغانستان کې عمومي رخصتي وه او په پراخه کچه دغه ورځ ولمانځل شوه. دا لومړی ځل دی، چې افغانستان کې د میلاد النبي ورځې پر مراسمو ځانمرګی برید کېږي.