تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
کابل کې ځانمرګي برید او هوایي ډزو مرګ ژوبله اړولې
د کابل پولیسو ویاند حشمت ستانکزی وایي، د یکشنبې په ماسپښین په دې ښار کې د پخواني جهادي مشر احمد شاه مسعود د پلویانو پر یوه لاریون ځانمرګی برید شوی.
د نوموړي په وینا، برید په تایمني سیمه کې شوی او ۷ تنه پکې وژل شوي او ۲۵ نور ټپیان دي.
بله خوا د کورنیو چارو وزارت وایي، کابل ښار ته یو شمېر ناقانونه وسله والو هم راننوتلي او هوایي ډزې یې کړې دي.
د عامې روغتیا وزارت په وینا، په دې ډزو کې شاوخوا ۱۳ تنه عام وګړي ټپیان شوي دي.
د کابل ښار زیاتره خلک هم له وېرې په خپلو کورونو کې پاتې وو. د کابل امنیې قومنداني ویاند حشمت ستانکزی وايي امنیتي ځوکوانو د دغو وسله والو کاروانیانو له ډلې لسګونه ناقانونه وسله وال نیولي دي.
په یوه جلا پېښه کې د یکشنبې پر سهار کابل کې یو بل ځانمرګی برید کوونکی هدف ته له رسېدا وړاندې د امنیتي کسانو له خوا ویشتل شوی.
وسله والو کسانو چې زیاترو یې موټرونه په تورو ښيښو او د مجاهدینو حکومت درې رنګ بېرغونه او وسلې له ځان سره لېږدولې د استوګنې کورونو په خوا کې ډزې کولې. خو بل پلو یو ګڼ شمېر جهادي مشران او سیاستوال د لویې جرګې په خیمې کې سره راټول شوي وو او هر یوه یې خپلې سیاسي غوښتنې مطرح کړې.
د کابل ګارنیزون له مخکنیو خبرداریو سره سره سلګونه کسان د کابل ښار لارو کوڅو ته له رنګارنګ وسلو سره را وتلي وو او د پولیسو پر وړاندې یې هره خوا یې هوايي ډزې کولې.
احمد شاه مسعود په ۲۰۰۱ کال کې د سپټمبر يوولسمې تر پېښې دوه ورځې وړاندې په یوه ځانمرګي برید کې ووژل شو.
وروسته پر افغانستان د امریکا په برید کې د طالبانو واکمني وپرځېده او په دغه هېواد کې نوی حکومت رامنځته شو چې د مسعود ملګرو هم په کې پراخه ونډه درلوده. له همغه راهیسې د هغه د تلین ورځ په رسمي ډول لمانځل کېږي.
د نوموړي پلویان هر کال د سپتمبر پر ۹مه نېټه د هغه د وژل کېدو تلین لمانځي.
خو په دې ورځ پلازمېنه کابل کې ډېر کله ناقانونه وسله وال لارو کوڅو ته راووځي او له کبله یې په عامو خلکو کې وېره خورېږي.
د یکشنبې پر ورځ هم د کابل یو شمېر اوسېدونکو پر خواله رسنیو له دې وضعیته خپله ناخوښي څرګنده کړې.
د پوهنتون استاد او خبریال اسدالله وحیدي پر ټویټر لیکلي، د شهید لپاره ځانګړې شوې ورځ داسې ښکاري "لکه حکومت چې نه وي، لکه امنیتي ځواکونه چې نه وي، قوانین رخصت وي".
اصیلا وردګ لیکلي، هوايي ډزو نن د کابل ښار نسبي امن کاملاً له منځه وړ و.
خو بله خوا د ولسي جرګې یو غړي او د احمد شاه مسعود پخواني ملګري حفیظ منصور بي بي سي سره په خبرو کې وویل، ځوانان ځکه له وسلو سره کابل ښار ته ننوځي چې د حکومت له کړنو ناراضه دي.
د نوموړي په وینا، په دې کار سره دوی نه یوازې د "شهید اوونۍ " لمانځي بلکې غواړي چې افغان حکومت ته هم خپل زور ښکاره کړي، او ورته ووایي چې د کابل ښار دفاع کوونکي لا هم شته.
نوموړي پر ولسمشر محمد اشرف غني تور ولګاوه چې یو خوا طالبانو ته وړاندیز کوي چې ښارونو ته راشي او شیریخ وخوري، خو د مجاهدینو درناوی نه کوي او د هغوی د مقبرې لیدو ته هم نه ورځي.