تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
کابل کې پر امنیتي شرکت موټر بم برید شوی
د کابل ښار نهمې حوزې سیمه کې چارشنبه ماښام یوه درنه موټر بم چاودنه او بیا د امنیتي ځواکونو او وسلوالو ترمنځ نښته پیل شوه.
برید نهمه حوزه کې د کابل- جلال اباد پر سړک له ټاکنو کمېسون سره نږدې شوی دی.
د افغانستان عامې روغتیا وزارت چارواکي وايي دغه پېښه کې ۱۰ کسان وژل شوي او ۱۹ نور ټپیان دي.
یوې امنیتي سرچینې بي بي سي ته وویل، وژل شویو کې بهرنیان هم شته.
د سرچینې په وینا تصفیوي عملیات دوام لري او داسې وېره شته چې تلفات ډېر شي.
وسله والو طالبانو د دې برید مسوولیت منلی.
ځايي چارواکي وايي، چاودنه د یوه برتانوي قراردادي شرکت ځای کې چې د افغان ځواکونو روزنه کوي شوې ده. دا سیمه د افغانستان ټاکنو خپلواک کمیسیون او کابل نړویوال هوايي ډګر ته څېرمه موقعیت لري.
د رویټرز خبري اژانس رپوټ کې ویل شوي، له باروتو یوه ډک ګاډي ته د کابل - جلال اباد لارې اوږدو کې چاودنه ورکړل شوې ده.
د افغانستان کورنیو چارو وزارت ویاند نصرت رحیمي د فرانسې له خبري اژانس اې ایف پي سره خبرو کې ویلي، برید د جي فور ایس شرکت ځای کې شوی او دغه شرکت هم پر خپله ټویټر پاڼه برید تایید کړی دی.
پر خواله رسنیو خپرو شویو تصویرونو کې لوګي لیدل کېږي، چې د پېښې له ځایه پورته کېږي. وسله والو طالبانو ویلي، دغه برید دوی کړی دی.
د چارشنبې ماسخوتن تر ناوخته په سیمه کې ډزې اورېدل کېدې.
ویل کېږي چې تر لومړۍ چاودنې وروسته د امنیتي ځواکونو او وسله والو بریدګرو ترمنځ نښته هم د شپې تر ناوخته رونه وه.
دا برید په داسې حال کې کېږي چې د چارشنبې پر ورځ افغان ولسمشر محمد اشرف غني د افغنستان لپاره د جنیوا په غونډه کې له طالبانو سره د سولې خبرو لپاره د حکومت مذاکراتي ټیم اعلان کړ.