"د افغانستان سيندونه د هند لپاره د پاکستان ضد نوې وسله"

ر
د عکس تشریح، مجله زياتوي افغانستان له لسيزو ويجاړوونکو جگړو وروسته بالاخره په دې دريځ کې دى چې د برېښنا توليد او خپل اقتصاد وغوړي .
    • Author, یما بارز
    • دنده, بي بي سي

فارېن پاليسي مجلې د افغان اوبو په تړاو خپاره کړي يوه مطلب کې ليکلي چې د افغانستان سيندونه د هند لپاره د پاکستان ضد نوې وسله کېدى شي.

مجله وايي نوى ډيلى کابل ته نژدې د اوبو د يوه لوى بند لگښت پرې کوي چې کوزې خوا ته د اوبو بهير لږولی شي.

مجله زياتوي دا نړۍ کې د يوې بلې شخړې لامل کېدی شي.

مجله وايي په اورښت کې د ٦٠ سلنه کمي او کابل کې د وگړو د شمېر د چټکې ډېرېدا او د افغانستان په لر و بر کې د وچکالۍ له امله د اوبو نويو زيربناوو ته اړتيا پيدا کړې.

مجله زياتوي افغانستان له لسيزو ويجاړوونکو جگړو وروسته بالاخره په دې دريځ کې دى چې د برېښنا توليد او خپل اقتصاد وغوړي .

د فارېن پاليسۍ په وينا دا د حيرانۍ خبره نه ده چې کابل ته څېرمه د اوبو د داسې يوه بند د جوړولو تابيا شوې چې ١٤٦ ميليون مکعب متر اوبو زيرمه کولى شي، خو د مجلې په وينا دې چارې پاکستان کې ويره راټوکولې چې دغه هېواد ته د کابل سيند بهير به ټکنى شي.

۱۲ بندونه جوړول

ر

د عکس سرچینه، Getty Images

د عکس تشریح، د سلما بند کاسه چې افغانستان د هند په مالي مرسته جوړ کړ.

مطلب کې راغلي چې هند د افغانستان په ډېرو رغنيزو پروژو کې پانگونه کړې او پاکستان د شا توت په نامه د اوبو پر دغه بند چې راتلونکې کې د اوبو د کمښت لپاره افغانستان ته اړين دى د هند پانگونې ته د شک په سترگه گوري.

افغانستان کې د هند په مرسته د ١٢ بندونو جوړولو ارزونه شوې چې ١١٧٧ ميگاواټ برېښنا توليدولى شي.

مجله وايي دا د پاکستان غوندې يوه هېواد لپاره ځکه گواښ دى چې پر کرهنه تکيه دى.

د نړيوالو سرچينو انسټېټيوټ رپوټ وايي پاکستان به د ٢٠٤٠ م کال را رسېدو سره د سيمې داسې يو هېواد شي چې د تر ټولو ډېر د اوبو له کمي سره مخامخ وي.

د امریکا ډېره بمباري او د افغانانو ډېره مرګ ژوبله

ر

د عکس سرچینه، Getty Images

د عکس تشریح، د افغانستان کندهار کې ډرون الوتکه، چې د پیلوټي الوتکې ترڅنګ یې ډېر بمبار کړی دی.

امريکايۍ مجلې فوربس ليکلي امريکا سږ کال پر افغانستان تر ټولو ډېر بمونه غورځولي دي.

ليکوال د امريکا هوايي ځواکونو د مرکزي قومندانۍ مالوماتي زېرمې ته په اشاره وايي د ٢٠١٨ م کال له جنورۍ نيولې د سپټمبر تر پايه ٥ زره او ٢١٣ بمونه د پيلوټي او بې پيلوټه الوتکو په مټ افغانستان کې کارېدلي.

مجله وايي په ٢٠١٠ م کال کې دا شمېر ٥١٠١ چې ترټولو خونړۍ کال بلل کېده.

د هوايي بريدونو شمېر په ٢٠١٥ او ٢٠١٦ م کلونو کې ټول ټال ٢٢٨٤ ښوول شوى.

مجله وايي د هوايي بريدونو د ډېرېدو لامل د غليم پر وړاندې د جگړې په بڼه کې بدلون رامنځته کېدل دي.

ليکوال وايي له ٢٠٠٩ کال راهيسې چې د ملکي وگړو د مرگژوبلې ثبتول پيل شوي د ٢٠١٨ م کال په نهه مياشتو کې د ملکي وگړو مگژوبله تر پخوا هر وخت ډېره وه.

له مسکو ناستې وروسته د سولې زیاتېدونکې هیلې

ر

د عکس سرچینه، Getty Images

د عکس تشریح، د طالبانو پلاوي د ۱۲ هېوادونو د استازو ناسته کې ګډون درلود.

ډيلي ټايمز ورځپاڼه وايي د مسکو ناسته افغانستان کې د سولې لپاره د هيلې يوه وړانگه ده.

ليکوال وايي د مسکو د غونډې پايله له ورايه مالومه وه خو پر يوه دريځ د طالبانو او افغان پلاوي گډ حضور د پام وړ پرمختگ دى.

ورځپاڼه د زلمي خليلزاد او طالبانو ترمنځ خبرو ته اشاره کوي او وايي داسې برېښي چې طالبانو اوس يوازې پر پوځي بري ټينگار پرېښى او د سياسي خبرو پر ارزښت پوه شوي دي چې بالاخره به د تمې وړ پايلې ولري او افغانستان کې به سوله راشي.

ورځپاڼه وايي د طالبانو دا وينا چې د نورو هېوادونو پر خلاف کومه ويجاړوونکې اجنډا نه لري او نه پرېږدي چې افغان خاوره د چا په خلاف وکارېږي د امريکا اندېښنو ته ځواب ويل و.