د تکنالوژۍ په مټ د افغان ماشومانو د اختطاف مخنیوی

- Author, زمزمه نیازۍ
- دنده, بي بي سي
په افغانستان کې د لوړ پورو چارواکو او شتمنو کورنیو د ماشوم تښتونې پېښو تر ډېرېدو وروسته، اوس ځینې کسان د ټکنالوژۍ په مرسته د خپلو ماشومانو د ګرځېدا لیکه څاري.
په افغانستان کې امنیتي ستونزې په تېره بیا د انسان تښتونې ګواښ ډېر جدي دی. د دې هېواد سوداګرۍ خونه وایي یوازې په تېرو شپږو میاشتو کې نژدې ۷۰ سوداګر تښتول شوي دي.
د کابل په ګډون د افغانستان یو شمېر ولایتونو کې انسان تښتونه یا اختطاف یوه جدي ستونزه ده. ځینو سیمو کې ان هره ورځ یو کس تښتول کېږي.
افغانستان کې لوړ پوړي چارواکي او شتمنې کورنۍ د نورو پرتله د خپلو ماشومانو خوندیتابه په اړه ډېرې اندېښمنې وي.
کابل کې د یوه پانګوال کور ته ورغلم. په خونه کې ناست کس چې غوښتل یې د وهاب په مستعار نوم یې یاد کړو خپلو ماشومانو ته په تمه و چې له ښوونځي ستانه شي.
دی د تکنالوژي په مټ د خپلې کورنۍ پنځه ماشومان کوڅه په کوڅه څاري.

وهاب وايي کورنۍ یې د تښتونو د پېښو ډېرېدو او د برمته کېدو د ویرې له کبله خپل ماشومان په یوې ډیجیټلي الې سمبال کړي دي.
نوموړي د خپل ګرځنده موبایل او د ماشومانو د ښوونځي بکسه کې د ټرکر یا څار الې په نصبولو اوس پوهېږي چې ماشومان یې هره شېبه چېرې دي.
په کابل کې ډېری شتمنې کورنۍ چې ما ورسره خبرې وکړې د برمته کیدو، غلا، ګواښ او نورو امنیتي پېښو بده تجربه لري.
څه موده وړاندې غلو د وهاب موټر د دوی د کور له مخې وتښتاوه، نو دې کار سره هغه اړ شو چې د دا ډول پېښو د مخنیوي لپاره لاس په کار شي.

د عکس سرچینه، Getty Images
ښاغلی وهاب وايي "موټر مې غلا شو. چې بل مې واخیست هغه ته مې هم ټرکر یا پیدا کوونکی ولګاوه او ماشومانو ته هم، ځکه په دې وضعيت هېڅ باور نشته".
په افغانستان کې امنیتي ستونزې په تېره بیا د انسان تښتونې ګواښ ډېر جدي دی. د دې هېواد سوداګرۍ خونه وایي یوازې په تېرو شپږو میاشتو کې نژدې ۷۰ سوداګر تښتول شوي دي.
همدې ویرې یو شمېر پانګوال او شتمن اړ کړي چې وطن پرېږدي او بهرنیو هېوادونو ته لاړ شي.
کابل کې بل سوداګر حاجي پهلوان وايي، نه په پولیسو باور لري نه په ډیجیټلي الو او نه هم وطن پرېږدي.

د ۱۴ ماشومانو دغه پلار له لسو کلونو راهیسې خپل بچي په کور بنديان کړي.
پهلوان د خپل کور د دنګو دېوالونو تر منځ د خپلو اولادونو لپاره کوچنی کورنی ښوونځی جوړ کړی.
د کانتینر کوچنی ټولګی او له لسو ډېر زده کوونکي پکې راټول شوي.
پر حاجي پهلوان دوه سختې پېښې راغلي چې داسې بې سارې پرېکړه یې کړې. دی وايي:
"څو کاله وړاندې له کورنۍ سره کندهار کې اوسېدم، هلته چاودنې کېدې یو زوی مې ښوونځي ته په لار شهید شو، بیا کابل ته راغلم دلته چې مې ماشومان ښوونځي ته تلل څو ځله یې د برمته کېدو یا تښتونې هڅه وشوه. بیا یې زما د خور زوی وتښتاوه نو په موږ ډېره سخته تېره شوه. پرېکړه مې وکړه چې هېڅ ماشوم به مې له کوره نه وځي".

د پهلوان بچیان له بهر تګه محروم او د خپل پلار د مالونو په زېرمتون کې لوبې کوي.
ښاغلی پهلوان وایي خپل ماشومان یوازې د ناروغۍ پروخت له کوره بهر پرېږدي. دی زیاتوي:
"که په کال کې یو ځل هند ته لاړ شم ځینې بچیان مې له ځان سره وړم یا هم که ناورغ شي تر روغتونه ځي نور اجازه نلري له کوره ووځي".
د ښار له یوې څنډې بلې ته د هغه پلار لیدو ته ورغلم چې زوی یې تښتول شوی و او بیا ووژل شو.
غفور د اباسین ځاځي په نوم د ۱۲ کلن تنکي ځوان پلار دی. زوی یې د زده کړې مرکز ته پر لاره وتښتول شو.

غفور وايي، د زوی له وژل کېدو وروسته یې د خپلو نورو بچیانو د خوندیتوب لپاره هڅې ډیرې کړي. دی وايي:
"کورسونه په کور کې وایي. ښوونځي ته مې موټر نیولی. د کور له وره یې وړي او بېرته یې راولي. د باندې د ګرځېدو ډېره اجازه نه لري چې له کوره وځي یو کس ورسره وي".
افغانستان کې امنیتي ننګونو یو شمېر کورنۍ له جدي اندېښنو سره مخ کړي. دوی وايي کور ته د خپلو ماشومانو د بېرته راستنېدو پورې یې زړه ناکراره وي.
خو هغه کورنۍ چې د حاجي پهلوان په څېر یې ځانونه له امنیتي ننګونو څنډي ته کړي، بچیان به یې بهر ته د تللو په ارمان وي.








