افغان ټاکنې؛ د پخوانیو او اوسنیو چارواکو ترمنځ نوی فیسبوکي جنجال

ر

د عکس سرچینه، Fazly/IEC/Saleh

د افغانستان د ټاکنو خپلواک کمېسون وايي، د ولسي جرګې ټاکنو په پایلو کې کوم کس یا ډلې ته د لاسوهنې اجازه نه ور کوي او دا جرات لري چې په دې برخه کې د لاسوهنې مخه ونیسي.

دا خبرې له هغه وروسته دي چې د افغانستان د ملي امنیت پخواني لوی مشر امرالله صالح د ولسمشر د دفتر رییس او د هغه یو سلاکار تورن کړل چې د پارلماني ټاکنو پایلو کې یې لاسوهنه کړې ده.

نوموړي ادعا کړې چې څو کره سرچینو ورته ویلي، چې د اشرف غني دفتر مشر سلام رحیمي او یوه سلاکار یې فضل فضلي د ولسي جرګې ځینې نوماندانو ته زنګ وهلی او ورته ویلي یې دي چې اصل پرېکړه دوی کوي.

که غواړئ وکیل شي نو وزیر اکبر خان کې زموږ دفتر ته راشئ.

د امرالله صالح دغو خبرو د ټاکنو خپلواک کمېسون هم غبرګون ته وپاراوه او یوه ویاند او غړي یې حفیظ الله هاشمي پرون له نوموړي وغوښتل، که په دې برخه کې سند لري وړاندې دې یې کړي، چې له مخې یې د افغانستان عدلي او قضايي ادارې حکم وکړي.

هغه دا هم وویل، جې یوازې د خلکو رایې د ټاکنو برخلیک ټاکي.

ټاکنو کې د نوماندانو د څارونکو او د سیاسی ګوندونو د استازو پراخ شتون او د ټاکنو او ټاکنیزو شکایتونو کمېسون ګډ کار هغه څه دي چې خلک د ټاکنو له روڼوالي ډاډمنېږي.

امرالله صالح چې د افغانستان زرغون بهیر مشر دی، خپله رسمي فیسبوک پاڼه کې لیکلي چې ښاغلو رحیمي او فضلي تراوسه ډېرو داسې نوماندانو سره چې فکر کوي د وکیلتوب لپار هر ور ټکوي او یا هر ډول سپکاوي سره د دې څوکۍ ترلاسه کول غواړي لیدلي دي.

د ښاغلي صالح دغو ادعاوو ته ځواب کې د ولسمشر سلاکار فضل فضلي خپله فیسبوک پاڼه کې لیکي: امرالله صالح د یوه غلچکي په څېر بې نښې ډز کوي( ناسمې ادعاوې کوي) زما یا د ښاغلي رحیمي له دفتر د ولسي جرګې له نوماندانو سره د تماس نیولو ادعاوې ناسمې دي.

هغه زیاتوي، ما پخوا ښاغلي صالح ته کورنۍ دنده سپارلې وه، خو هغه خپل ټوېتر او فیسبوک کې بلاک کړم، له بحث وتښتېد او فیسبوکي تورونو ته یې مخه کړه.

"فیسبوک چلوونکی"

ر

امرالله صالح امریکا کې د منځ پړاو ټاکنو وروسته لیکلي، څو ساعته مخکې امریکا کې درې ټاکنې و شوې:

"ولسي جرګې، مشرانوجرګې، ایالاتي څوکۍ.لسګونه میلیونه کسانو په کې برخه واخیسته او له دولسو ساعتونو په کم وخت کې پایلې اعلان شوې".

نوموړي خپله تبصره کې زیاته کړې، افغانستان کې ټاکنې شل ورځې مخکې شوې خو پایلې لا معلومې نه دي:

"ځکه چې د نوماندانو قومي اړیکي لا تر ارزونې لاندې دي. د ډیموکراسي او قوم کراسي یو توپیر همدا دی".

د نوموړي د دې څرګندونو ځواب کې شاه حسین مرتصوي لیکلي:

"د امریکا او نورو هېوادونو د استخباراتو مشران خپلو هېوادونو ته لکه معنوي پانګې او تاریخي حافظه داسې وي. هغوی امنیت د جغرافیې او قوم له تنګ منظر سره نه تحلیلوي".

نوموړی په خپله تبصره کې زیاتوي: "دوی اول سبق لولي، زدکړه کوي وروسته بیا مشران کېږي او کله چې د مشري له څوکۍ لاړ شي کتاب لیکي چې ښوونځیو کې د درسي مضمون په توګه وړاندې شي. هغوی تش فیسبوک چلونکي نه وي".

د ټاکنو پایلې ځنډول

ر

د عکس سرچینه، Getty Images

د عکس تشریح، افغان ټاکنې د اکټوبر پر ۲۰ او ۲۱ وشوې.

ټاکلې وه د افغانستان د ولسي جرګې ټاکنو لومړنۍ پایلې د لړم پر ۱۹ یا راتلونکې شنبه خپرې شوې وی، خو د لیندۍ تر ۱۰ وځنډېدې او ځینې ولایتونو کې تر لیندۍ ۲ ځنډول شوې دي.

د سې شنبې په ورځ هم د ټاکنو کمېسونونو وویل، چې د زرګونو شکایتونو د ترلاسولو له امله ځینې رایې بیا شمېري.

د افغانستان دا ټاکنې په ۳۲ ولایتونو کې د میزان پر ۲۸ او ۲۹ او کندهار کې د لړم پر ۵ وشوې.