یوناما: تېرې افغان ټاکنې تر ټولو خونړۍ وې

د عکس سرچینه، Getty Images
- Author, ملایکه احمدزۍ
- دنده, بي بي سي
په افغانستان کې د ملګرو ملتونو مرستندوی ماموریت یوناما په یوه ځانګړي رپوټ کې وايي، د تلې میاشتې پارلماني ټاکني د تېرو څلورو ټاکنو پرتله ډېرې خونړۍ وې.
یوناما وايي، د ټاکنیز تاوتریخوالي او ګواښونو پایله کې ۴۳۵ ملکي کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې.
د یوناما رپوټ واېي، د اکتوبر پر شلمه د ټاکنو پر ورځ ۵۲ کسانو ژوند له لاسه ورکړی او ۳۷۹ تنه نور ژوبل شوي دي. دې کې ۱۰۰ تنه ښځې او ماشومان شامل دي.
د یوناما په خبرپاڼه کې راغلي کومه مرګ ژوبله چې دټاکنو اړوند تاو تریخوالي له امله د رایه ورکونکو د نوم لیکنې او کمپاینونو پر مهال ملکې کسانو ته اوښتې د تېرو ټاکنو سره په پرتلیز ډول خورا لوړه ده.
د یوناما راپور ښيي چې د طالبانو او نورو دولت مخالفو وسله والو ډلو له لوري په هغو ښوونځیو چې د رایه د مرکز په توګه ترینه کار اخیستل کیده د توغندیو، لاسی بمونو، هاوانونو او چاودیدونکو توکو بریدونه شوي دي.
یوناما واېي طالبانو د اعلامیې د خپرولو او د ټاکنو پرضد کماین سره غوښتل چې دټاکنو ګډوډولو سره افغانان د وېرې له امله په آزاده توګه له دغه سیاسي بهیره محروم کړي.
یوناما له پارلمانی ټاکنو وړاندی ویلی وو چی سږ کال د ټاکنو په پنځه میاشتی بهیر کې هم ملکي مرګژوبله رامنځ ته شوې ده.
دوی وايي، د ټاکنو ورځ او د ټاکنیز کمپیان بهیر هم کې هم ملکي خلکو ته زیان اوښتی.
یوناما یوه میاشت مخکې ویلي وو چې د همدې ټاکنو په روانو بېلابېلو پړاونو کې هم۳۶۶ ملکیان وژل شوي او یا ټپیان شوي دي چې د ټاکنو د ورځې او د همدې بهیر له پيله تراوسه د مرګ ژوبلې شمېر شاوخوا ۸۰۰ کسانو ته رسېږي.
رپوټ سپارښتنه کوي چې د ټاکنو په بهیر کې د ملکې کسانو د زیان کمولو هڅې باید ګړندۍ شي.
د ملګرو ملتونو مرستندویه پلاوی یوناما د دغې اعلامیې په اړه وسلوالو طالبانو کوم غبرګون لا نه دی ښولی .
بل لور ته د افغانستان د ټاکنو کمیسیون ویلي د ټاکنیزو شکایتونو کمیسیون په غوښتنه د تېرو پارلماني ټاکنو د ځینو رایو پاڼو بیا شمېر پیل شوي دي.
له دې مخکې د ټاکنیزو شکایتونو کمیسیون ویلي و، د ځینو شکایتونو له امله اړتیا ده په ۳۳ ولایتونو کې یوه برخه رایې بیا وشمېرل شي.

د عکس سرچینه، Getty Images
د ټاکنو کمیسیون وایي، دغه پرېکړه د ټاکنو له روڼوالي سره مرسته کوي او د پارلماني ټاکنو د پایلو اعلان به له ځنډ سره مخامخ نه کړي.
د افغانستان د ټاکنیزو شکایتون کمیسیون مسوولین وايي، د تېرو پارلماني ټاکنو په تړاو یې ۱۱ زره شکایتونه ثبت کړي دي.








