د کندهار په ځینو برخو کې به ټاکنې نه کېږي

کندهار

د عکس سرچینه، Getty Images

د عکس تشریح، په نېش او معروف ولسوالیو کې نوم لیکنه نه ده شوې

په کندهار کې د ټاکنو خپلواک کمیسیون وایي په دې ولایت کې د شنبې ورځې د ولسي جرګې ټاکنو ترسره کولو لپاره چمتو دی، خو په معروف او نېش کې نوم لیکنه نه ده شوې نو ځکه هلته ټآکنې نه کېږي، او د سپین بولدک ځینې مرکزونه هم ښایي د نا امنۍ له کبله بند پاتې شي.

د کمیسیون په وینا، له کابله یوه تخنیکي ډله کندهار ته ورغلې چې په دغه ولایت کې د کمیسیون کار کوونکي و روزي او د تلې ۲۸ مه د ولسي جرګې د ټاکنو تجربې تکرار نه شي.

په کندهار کې د ولسي جرګې ټاکنې وروسته له هغه یوه اونۍ وځنډېدې چې ددغه ولایت ودانۍ د ننه وسلوال برید کې د کندهار امنیه قومندان جنرال عبدالرازق او د ملي امنیت مشر جنرال مومن حسین خېل ووژل شو او والي زلمي ویسا ټپي شو.

بي بي سي

د کندهار د ټاکنو خپلواک کمیسیون وايي د دغه ولایت ولسوالیو ته یې ټول ټاکنیز توکي او بایومټریک ماشینونه لیږلي او راتلونکې شنبه به یې د رایو ورکولو ټولو مرکزونو ته د وېشلو لړۍ پیل کړي.

په کندهار کې د ټاکنو کمیسیون مشر نعمت الله وردګ وایي، د کمیسیون کارکوونکو ته یې د دوهم او درېیم ځل لپاره د بایومټریک ماشینونو څخه د ګټې اخیستنې روزنه په دې موخه ور کړې چې په ۳۲ ولایتونو کې د ولسې جرګې د تېرو ټاکنو تجربې تکرار نه شي.

د تلې پر ۲۸ او ۲۹ مې د ولسې جرګې ټاکنو کې د کمیسیون کار کوونکو د ټاکنو په ورځ نه حاضرېدل، په ټاکل شوي وخت د رایو اچونو مرکزونو نه پرانیستل، د رایو په ځینو مرکزونو کې د رایو پاڼو کمښت او د بایومټریک ماشیونه نه فعاله کېدل هغه ستونزي وي چې د ټاکنو خپلواک کمیسیون یې مني او پر ټاکنو څار کوونکو بنسټونو او خلکو یې په اړه شکایتونو وکړل.

معروف، نېش او سپین بولدک کې ټاکنې:

د کندهار ټاکنو کمیسیون مشر نعمت الله وردګ بي بي سي ته وویل دا چې په معروف او نېش ولسوالیو کې خلکو په ټاکنو کې د ګډون په موخه نوملیکنه نه وه کړې نو ځکه په دغو ولسوالیو کې د ولسې جرګې را روانې ټاکنې نه تر سره کېږي.

ښاغلي وردګ زیاتوي، د لوړو امنیتي ګواښونو ترڅنګ بیا هم په کندهار کې ټاکنې ترسره کېږي خو یوازې به د سپین بولدک ولسوالۍ د رایو اچونې په یو شمېر مرکزونو کې د ناامنۍ له امله ټاکنې و نه شي.

لا تر اوسه کندهار د خپلو ګاونډیو ولایتونو پرتله امن ولایت ګڼل کېږي، دغه ولایت په ولسي جرګه کې ۱۱ وکیلان لري چې درې یې ښځینه دي.

کندهار

د عکس سرچینه، سرحدي پولیس

د عکس تشریح، په دغه انځور کې چې ښایي د جنرال رازق له وروستیو وي امریکايی قومندان او د کندهار والي ورسره روان دي.

په کندهار کې د ولسي جرګې په دا ځل ټاکنو کې د ګډون په موخه څه باندې نیم میلیون کسانو نوملیکنه کړې ده.

که څه هم د ټاکنو خپلواک کمیسیون اعلان کړی چې د روانې اونۍ ټولې ورځې په کندهار کې د نوماندانو لپاره د ټاکنیز کمپاین د چوپتیا دوره ده، خو لا هم په خواله رسنیو کې لیدل کېږي چې په دغه ولایت کې د ولسې جرګې ټاکنو ته ولاړ یو شمېر نوماندان ځانته کمپاین کوي.